Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

Lambar shafi:close

external-link copy
52 : 37

یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟

ما ته یې د انکار کوونکي او ملنډې وهونکي حال کې ویل: آیا ته -ای ملګریه- د مړو په ژوندي کېدلو باندې له باور کوونکو څخه یې؟. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 37

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟

آیا کله چې مونږ مړه شو او خاورې او زاړه هډوکي شو نو بیا به هم مونږ را پورته کولی شو او د هغو کړنو بدله به راکولی شي چې دنیا کې مو کړې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 37

قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟

مومن دوست به خپلو جنتیانو ملګرو ته ووایي: ما سره پورته شئ چې د هغه ملګري انجام ووینو کوم چې له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو؟. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 37

فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟

نو هغه به ور وګوري، نو خپل ملګری به د دوزخ په منځ کې ووینې. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 37

قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ

وایي به: په الله قسم -ای ملګریه- تا خو نږدې زه هم دوزخ ته په ننوتلو تباه کړی وم، ستا په بللو کفر ته او له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو ته. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 37

وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟

او که د الله لورینه پر مونږ د هدایت او ایمان ښوونې او د هغې وس ورکولو نه وی، نو زه به هم ستا په څېر عذاب کې حاضر شوی وم. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 37

اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ

نو آیا مونږ -جنتیان- مړه کېدونکي نه یو؟. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 37

اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟

پرته له هغه لومړي مرګ څخه چې د دنیا په ژوند کې ؤ، بلکې مونږ په جنت کې تلپاتې یو، او مونږ عذابېدونکي هم نه یو لکه څرنګه چې کافران په عذابېږي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 37

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

بېشکه دا بدله کومه چې الله راکړه - د جنت د داخلېدو او په هغه کې تلپاتې کېدلو او دوزخ څخه د بچ کېدلو- همدا ستره بریا ده چې هېڅ بریا ورسره نه برابرېږي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 37

لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟

د همدې په شان سترې بدلې لپاره لازمه ده چې عمل کوونکي عمل وکړي، نو بېشکه همدا ګټوره سوداګري ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 37

اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟

آیا دا یاد شوي نعمتونه کوم چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چمتو کړي چې د خپل طاعت لپاره یې ځانګړي کړي، ډېر غوره او بهتر دي د مقام او عزت له اړخه که ونه د زقوم چې قرآن کې پرې لعنت ویل شوی هغه چې د کافرانو خوراک دی، نه چاغول کوي او نه له ولږې ګټه رسوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 37

اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟

بېشکه مونږ دغه ونه یو عذاب ګرځولی چې د کفر او ګناهونو په وجه ظالمان پرې ازمول کېږي، ځکه چې دوی ویل: بېشکه اور خو ونې خوري، نو ناشونې ده چې پکې شنه شي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 37

اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

بېشکه د زقوم ونه له بنسټه خبیثه ونه ده، نو هغه د دوزخ په بیخ کې راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 37

طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟

بهر راوتونکې مېوې يې بد شکله د شیطانانو د سرونو په څېر دي، او بدرنګي یې د هغه څه په بدرنګۍ دلالت کوي چې په اړه یې خبر ورکول کېږي، او د دې معنا داده چې د مېوې خوند یې هم بد دی. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 37

فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ

نو بېشکه کافران به د دې له ترخې او بدرنګه مېوې څخه خوړونکي وي او خپلې تشو خیټو لره ډکونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 37

ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ

بیا به دوی لره له دې خوراک وروسته د ګرمو اوبو بدرنګه ګډ شوی څښاک وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 37

ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟

بیا له دې وروسته د دوی ورتګ د دوزخ د عذاب په لور دی، نو دوی به له یو عذاب څخه بل عذاب ته اوړي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 37

اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ

بېشکه دې کافرانو خپل پلرونه د هدایت له لارې څخه بې لارې موندلي وو، نو د هغوی تابعداري یې له دلیل پرته په تقلید سره کړې. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 37

فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟

نو دوی په بې لاریتوب کې تابعداري کوي د خپلو پلرونو د پلونو بیړه کوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 37

وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

او خامخا له دوی مخکې زیاتره لومړني بې لارې شوي وو، نو ستا قوم -ای پېغمبره- له امتونو څخه لومړی بې لارې شوی قوم نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 37

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟

او خامخا مو په هغو لومړیو امتونو کې پېغمبران لېږلي وو چې د الله له عذاب څخه یې ویرول، نو کفر یې وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 37

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ

نو وګوره -ای پېغمبره- څرنګه وه پایله د هغو قومونو چې خپلو پېغمبرانو وېرولي وو خو دوی د هغوی ونه منله، بېشکه د دوی پایله اور ته ننوتل و، د دوی د کفر کولو او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله به تل پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠

پرته له هغو چې الله پر ده د ایمان راوړلو لپاره ځانګړي کړي، نو بېشکه دوی له هغه عذاب څخه ژغورل شوي چې د همدغه دروغجنونکو کافرانو پایله ده. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 37

وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ

او بېشکه زمونږ پېغمبر نوح علیه السلام مونږ ته آواز وکړ کله چې یې خپل هغه قوم ته ښېرې وکړې چې دروغجن کړی یې ؤ، نو مونږ څومره ښه ځواب ورکونکي وو! بېشکه مونږ د ده د دعا په قبلولو کې بیړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 37

وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ

او بېشکه مونږ ده لره، د ده کورنۍ او ده سره مومنان د قوم له ضرر رسولو او په هغه ستر طوفان باندې د غرقیدلو څخه وژغورل کوم چې د ده د قوم په کافرانو لېږل شوی و. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• الظفر بنعيم الجنان هو الفوز الأعظم، ولمثل هذا العطاء والفضل ينبغي أن يعمل العاملون.
د جنت نعمتونه ترلاسه کول ستره بریا ده، او د همدا شان ورکړې او فضل لپاره باید عمل کوونکي عمل وکړي. info

• إن طعام أهل النار هو الزقّوم ذو الثمر المرّ الكريه الطعم والرائحة، العسير البلع، المؤلم الأكل.
بېشکه د اور څښتنانو خوراک زقوم دی چې د ترخې او بد خوند او بد بویه میوه لري، په سختۍ تېرېږي، په خوراک کې دردونکی دی. info

• أجاب الله تعالى دعاء نوح عليه السلام بإهلاك قومه، والله نعم المقصود المجيب.
الله تعالی د نوح علیه السلام ښېرا د هغه د قوم د هلاک په اړه قبوله کړه او الله ښه مقصود او قبلوونکی دی. info