Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

external-link copy
27 : 36

بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟

د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی وو لکه ما چې ايمان راوړی دی، او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• أهمية القصص في الدعوة إلى الله.
د الله لوري ته په بلنه کې د کيسو(د مېتود) اهميت. info

• الطيرة والتشاؤم من أعمال الكفر.
بدپالي او سپیروالی د کفر له عملونو څخه دي. info

• النصح لأهل الحق واجب .
د حق څښتنانو لپاره نصيحت واجب دی. info

• حب الخير للناس صفة من صفات أهل الإيمان.
د خلکو لپاره د ښېګڼې خوښول د ايمان د څښتنانو له صفتونو يو صفت دی. info