Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

external-link copy
174 : 3

فَانْقَلَبُوْا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ لَّمْ یَمْسَسْهُمْ سُوْٓءٌ ۙ— وَّاتَّبَعُوْا رِضْوَانَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَظِیْمٍ ۟

نو پس راوګرځیدل دا مومنان وروسته د وتلو د دوی نه حمراء الاسد ته په لوی ثواب سره د الله تعالی له طرفه، او په زیاتوالي د درجو کې، او په بچ کېدلو د دوی د دښمن څخه چې هیڅ قسم مرګ او زخم ورته ونه رسیده، او دوی تابعداري وکړه د هغه څه چې الله تعالی پرې د دوی نه خوشحالیږي چې د هغه په تابعدارۍ باندې لزوم کول او د نافرمانۍ څخه يې ځان ساتل دي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی په خپلو مؤمنو بندګانو باندې. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• ينبغي للمؤمن ألا يلتفت إلى تخويف الشيطان له بأعوانه وأنصاره من الكافرين، فإن الأمر كله لله تعالى.
مومن لره پکار دي چې د شیطان ویرې ورکولو ته ونه ګوري چې هغه یې په خپلو کافرانو دوستانو او مددګارانو سره ویروي، ځکه چې ټول کارونه د الله تعالی په واک کې دي. info

• لا ينبغي للعبد أن يغتر بإمهال الله له، بل عليه المبادرة إلى التوبة، ما دام في زمن المهلة قبل فواتها.
بنده لره مناسب ندي چې دې ته د الله تعالی په مهلت ورکولو سره مغرور شي، بلکه دا باید په بیړه سره توبه وباسي، تر څو چې دا د مهلت په وخت کې وي مخکې لدې نه چې وخت ترې تیر شي. info

• البخيل الذي يمنع فضل الله عليه إنما يضر نفسه بحرمانها المتاجرة مع الله الكريم الوهاب، وتعريضها للعقوبة يوم القيامة.
هغه بخیل چې منع کوي هغه فضل چې دې باندې الله تعالی کړی دی یقینا دا پدې سره خپل ځان ته ضرر رسوي په محرمولو د خپل ځان له تجارت کولو د الله تعالی سره، چې ډیر سخي ذات دی او ډیر مال ورکوونکی ذات دی، او په مخامخ کولو د ځان خپل د قیامت په ورځ د عذاب سره. info