Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na Taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

external-link copy
60 : 28

وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او د دنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او د ښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• العاقل من يؤثر الباقي على الفاني.
هوښيار هغه دی چې پاتې کېدونکي ته پر فنا کېدونکي لومړيتوب ورکوي. info

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها.
توبه مخکيني ګناهونه له منځه وړي. info

• الاختيار لله لا لعباده، فليس لعباده أن يعترضوا عليه.
اختيار يوازې الله لره دی نه د هغه بندګانو لره؛ نو بندګانو لره نه ښایې چې پر الله نيوکه وکړي. info

• إحاطة علم الله بما ظهر وما خفي من أعمال عباده.
د الله د پوهې چاپېروالی پر هغه څه چې ښکاره دي او پر هغه څه چې پټ دي د هغه د بندګانو له کړنو څخه. info