કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

પેજ નંબર:close

external-link copy
41 : 39

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠

ای محمده! مونږ دغه حق کتاب په تا نازل کړی دی چا چې سمه لار غوره کړه نو خپله ګټه يې ده او چا چې لار ورکه کړه او تاوان يي هم د هغه دی. ته د هغوی ساتونکی او پالونکی نه يي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 39

اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

الله دی چې هره ساه د مرګ په مرحله کې پوره اخلي. او هغه هم اخلي چې د خوب په مرحله کې لا مړه شوې نه ده نو هغه له ځان سره ټینګوي چې د مرګ پریکړه يې شوې وي او نورې ساه ګانې تر ټاکلې مودې پورې راخوشې کوي. بې له شکه په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويې نښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 39

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

ایا هغوی له الله نه پرته نور سپارښت کوونکي نیولي دی؟ ورته ووایه: تاسې يې نیسئ که څه هم هیڅ يې په واک کې نه وي او نه څه پوهه لرې؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 39

قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

ورته ووایه چې سپارښت ټول د الله په واک کې دی. د اسمانونو او ځمکې واک له هغه سره دی. او بیا تاسې یوازې همغه ته بیرته ورستنول کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 39

وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او کله چې د الله نوم یوازې یاد شي نو د هغو کسانو زړونه رپریږي او تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري. او چې له الله نه پرته نور خدایان ياد شي نو ګورې يې چې خوښي ښکاره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 39

قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

ووایه: ای الله! د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکیه! په پټو او ښکاره وو پوهیدونکیه! همدا ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ کې د هغه څه پریکړه وکړې چې هغوی پکې اختلاف کوي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 39

وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟

او که چیرې د ظالمانو په لاس کې د ځمکې ټول څیزونه، او د هغوی په انډول نور هم وي نو د قیامت په ورځ به يې د ناوړه عذاب نه د خلاصون په تکل خیرات او فدیه کړي. او د الله له لورې به هغه څه ورښکاره شي چې هغوی يې اټکل نه و کړی. info
التفاسير: