કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

પેજ નંબર:close

external-link copy
6 : 39

خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ الْاَنْعَامِ ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ؕ— یَخْلُقُكُمْ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِیْ ظُلُمٰتٍ ثَلٰثٍ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— فَاَنّٰی تُصْرَفُوْنَ ۟

تاسې يې له یوه ساکښ نه پیدا او بیا يي له هغه نه ښځه درته پیدا او تاسې ته يې اته جوړې څاروي پیدا کړي دي تاسې د میندو په خیټو کې د درې تیارو په مینځ کې مرحله په مرحله پیدا کوي. همدغه الله ستاسې رب دی واکمني یوازې د هغه ده. او پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته. نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 39

اِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنْكُمْ ۫— وَلَا یَرْضٰی لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۚ— وَاِنْ تَشْكُرُوْا یَرْضَهُ لَكُمْ ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

که تاسې کافر شئ نو الله له تاسې بې نیازه دی. خو هغه د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي او که شکر وکړئ نو درته يي خوښويی. هیڅوک به د بل چا بار پورته نه کړي بالاخره ستاسو ټولو ورتګ د خپل رب په لور دی هلته به مو له خپلو کړنو څخه خبر کړي، او پوه شئ چې الله د سینو له پټو څیزونو څخه ښه خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 39

وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهٗ مُنِیْبًا اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَا خَوَّلَهٗ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِیَ مَا كَانَ یَدْعُوْۤا اِلَیْهِ مِنْ قَبْلُ وَجَعَلَ لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِیْلًا ۖۗ— اِنَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۟

او کله چې انسان ته کوم کړاو ورسیږي نو خورا په زارۍ سره خپل رب رابلي خو چې له خپلې لورې لورینه پرې وکړي نو هغه څه هیر کړي چې وړاندې به يي باله او د الله لپاره شریکان نیسي تر څو نور خلک د الله له لارې واړوي ای محمده! ورته ووایه چې له خپل کفر نه دې لږ ورځې ګټه واخله بې له شکه ته د اور له خاوندانو يې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 39

اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّقَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَیَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠

ایا هغه څوک چې غاړه يې ایښې، د شپې په اوږدو کې په سجده او ولاړه له اخرت نه په ډار او د خپل رب د مهربانیو هیله من وي؟ ( او هغه سره برابر دي چې د هیڅ پروا نه ساتي) ای محمده! ووایه ایا هغه چې پوهیږي له هغو سره یو شان دي چې نه پوهیږي خبره همدا ده چې پند یوازې د عقل څښتنان اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 39

قُلْ یٰعِبَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَاَرْضُ اللّٰهِ وَاسِعَةٌ ؕ— اِنَّمَا یُوَفَّی الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

ای محمده! د الله له لورې ووایه چې ای زما مؤمنو بنده ګانو! له خپل رب نه وډار شئ کومو کسانو چې په دې دنیا کې ښیګڼې کړي د هغوی لپاره ښیګڼه ده او د الله ځمکه پراخه ده له شک نه وتلې ده چې صبر کوونکو ته به له حساب نه پورته اجر ورکړای شي. info
التفاسير: