કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ

પેજ નંબર:close

external-link copy
32 : 39

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

له هغه نه به لوي ظالم څوک وي چې پر الله يي درواغ تړل او چې رښتیني پیغام ورته راغی نو درواغ يي وګاڼه ایا دداسې کافرانو استوګنځی دوزخ نه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 39

وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟

او هغه چا چې رښتینی پیغام راوړ او هغوی چې پیغام رښتیا وګاڼه نو همدوی پرهیزګاران دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 39

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ

هغوی ته د خپل رب له لورې ټول هغه څيزونه ورکولای شي چې هغوی هیله وکړي. او همدا د نیکو کارانو بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 39

لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

ترڅو ترې الله د هغوی بدې کړني ورژوي او د ښو او نیکو کړنو يې پوره بدل ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 39

اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ

ایا الله د خپل بنده لپاره بس نه دی؟ او کافرانو تا له هغو خدایانو څخه ډاروي چې پرته له الله نه يې نیولي دي. او هر څوک چې الله بې لارې کړ بیا هیڅوک ورته لار نشي ښوولی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 39

وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟

او چا ته چې الله ښوونه وکړي بیا يي هیڅوک بي لارې کولی نشي ایا الله په هر څه برلاسی او پوره انتقام اخیستونکی نه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 39

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟

او قسم دی که ته له دوی پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به وايې: الله، ورته ووایه په دې مې پوه کړه که چیرې الله ما ته ضرر رسول وغواړي نو هغه خدایان چېتاسې يي پرته له الله بلئ له ما نه ضرر لرې کولای شي؟ او که الله په ما مهربانه شي نو هغوی د الله د مهربانۍ مخه نیولای شي؟ ورته ووایه چې: یو الله زما بس دی... او توکل کوونکي باید یوازې پر هغه توکل وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 39

قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

ای محمده! ووایه چې: ای زما قومه! تاسې په خپله کړنلاره اوسئ او زه به په خپله کړنلاره وم ډیر ژر به درته پته ولګیږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 39

مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟

چې رسوا کوونکی عذاب چا ته راځي؟ او پر چا تل پاتې عذاب نازلیږي؟ info
التفاسير: