Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
123 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

ای مؤمنانو!له هغو کافرانو سره وجنګیږئ چې تاسې ته نژدې دي هغوی باید له تاسې سختوالی وویني او پوه شئ چې الله پاک دپرهیزګارانو مل دی. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 9

وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ اَیُّكُمْ زَادَتْهُ هٰذِهٖۤ اِیْمَانًا ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَزَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّهُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او کله چې کوم نوی سورت نازل شي نو ځینې منافقان د مسخرې په توګه مسلمانانو ته وايې:دغه سورت ستاسې د کوم یوه ایمان زیات کړ؟ واقعیت دادی چې د هر سورت نزول د مؤمنانو ایمان ور زیات کړی او هغوی پرې خوښي ښکاره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 9

وَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَمَاتُوْا وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟

او هغو ته چې په زړونو کې یې د نفاق مرض دی،د پخوانۍ پلیتۍ له پاسه نوره پلیتي ور زیاته کړې او چې مړه کیږي نو کافران وي. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 9

اَوَلَا یَرَوْنَ اَنَّهُمْ یُفْتَنُوْنَ فِیْ كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً اَوْ مَرَّتَیْنِ ثُمَّ لَا یَتُوْبُوْنَ وَلَا هُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

ایا هغوی نه ګوري چې هر کال یو یا دوه ځله په ازمیښت کې اچول کیږي.خو بیا هم توبه نه وباسي او نه پند اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 9

وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ ؕ— هَلْ یَرٰىكُمْ مِّنْ اَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوْا ؕ— صَرَفَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟

او کله چې کوم سورت نازلیږي نو دوی په سترګو کې سره ګوري او وايې:چا خوبه لیدلي نه واست؟بیا پټ په پټه اوځي.الله پاک یې هم زړونه له حق نه واړول ځکه چې هغوی خورا ناپوه خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 9

لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

په رښتیا چې تاسې ته ستاسې یو داسې سړی د الله د استازي په توګه راغلی دی چې ستاسې ستونزه پرې خورا درنه،د خوښۍ مو خورا لیوال او پر مؤمنانو خورا مهربان او نرم زړه دی. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 9

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ۖؗ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟۠

ای محمده!که بیا هم دا خلک مخ اړوي،نو ورته ووایه چې زما یو الله بس دی.پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی. info
التفاسير: