Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
62 : 38

وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ

او بیا به سره ووايي: مونږ ولې هغه سړي نه وینو چې مونږ به په دنیا کې اشرار ګڼل؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 38

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟

ایا مونږ به پرې ملنډې وهلي؟ او که اوس ترې سترګې چپې شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 38

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠

هو! خامخا به دا وړ جګړې د دوزخیانو ترمینځ روانې وي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 38

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ

ای محمده! ووایه چې زه یو ډاروونکی یم. او پرته له یو الله چې پر هر څه زورور او ډیر قهرجن دی بل هیڅ رب نشته. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 38

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟

د اسمانونو، ځمکې او د هغوی ترمینځ څیزونو رب، په هر څه برلاسی او ښه بښونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 38

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ

ای محمده! ووایه چې دا قران لویه خبره ده. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 38

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟

خو تاسې ترې مخ اړوونکي يې. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 38

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

ماته د پورتنی عالم د خپل مینځي بحثونو او مناقشو په هکله هیڅ معلومات نشته. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 38

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

ماته یوازې همدا یوه خبره وحي کیږي چې زه یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 38

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟

هغه رایاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له خټې یو بشر پیدا کوم. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 38

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

کله مې چې هغه په بشپړ ډول برابر او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ورته په سجده پریوځئ. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 38

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

هغه وو چې ګردو ملایکو له یوی مخې سجده وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 38

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

خو یوازې ابلیس لويي وکړه او له کافرانو څخه ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 38

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟

الله وفرمایل: ابلیسه! ته څه پرې نښوولې چې هغه چا ته سجده وکړې چې ما په خپلو دواړو لاسونو جوړ کړی دی؟ ایا تکبر کوې؟ او که له لویانو نه يي؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 38

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

ابلیس وویل: زه له هغه نه غوره یم ځکه چې زه دې له اور او هغه دې له خټې نه پیدا کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 38

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ

الله وفرمایل: نو ووځه ته رټل شوی يې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 38

وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او تر قیامته پر تا زما لعنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 38

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل: ای زما ربه! د بیا ژوندي راپورته کیدلو تر ورځې مهلت راکړه. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 38

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

الله وفرمایل: ښه ده ته له مهلت ورکړی شوو نه يې. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 38

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

تر ټاکلې ورځې پورې. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 38

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: ستا په عزت دی زما قسم وي چې زه به دوی ټول وښویوم. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 38

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

خو پرته ستا له سوچه کړو شوو بنده ګانو. info
التفاسير: