Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
43 : 38

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

او هغه ته مو د هغه کورنۍ او په همغه اندازه نور خپلوان د خپلې لورینې له مخې وروبښل چې د عقل خاوندانو لپاره پند وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 38

وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

او مونږ ورته وویل: د کڼکو یو ګیډی په لاس کې واخله او وهل پرې وکړه او خپل قسم مه ماتوه. مونږ هم زغم لرونکي ومینده. ډیر غوره بنده و. په رښتیا چې الله ته رجوع کوونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 38

وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟

او ای پیغمبره! زمونږ پیاوړی او سترګور بنده ګان ابراهیم اسحق او یعقوب رایاد کړه. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 38

اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ

مونږ ځکه هغوی پوره سوچه کړي وو چې د اخرت کور به يي تل یاداو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 38

وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

او په رښتیا چې هغوی زمونږ په وړاندې له غوره کړو شوو ښو خلکو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 38

وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

او اسماعیل یسع او ذالکفل هم رایاد کړه دوی ټول له ښو خلکو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 38

هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ

هو! دا یو پند دی او پرهیزګارانو ته د ورتګ ډیرښه ځای په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 38

جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ

د تل اوسیدلو هغه جنتونه دي چې دروازې به يې د دوی په مخ خلاصې وي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 38

مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟

هغوی به پکې تکیه کوونکي او هرډول میوې او دڅښلو څیزونه به غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 38

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟

او هم به ورسره حیاناکې همځولې ښځې وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 38

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟

هو! دا همغه نعمتونه دي چې له تاسې سره يي وعده کیدله چې د حساب په ورځ به درکول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 38

اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ

او هو! دا زمونږ روزي ده چې هیڅ نه خلاصیږي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 38

هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ

هو! دا د پرهیزګارانو ځای دی. او د سرغړونکو ورتګ ډیر بدځای ته دی. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 38

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

دوزخ ته به ورننوځي. هغه ډیر بد استوګنځی دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 38

هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ

هو! همدا عذاب دی نو باید هغوی د جوشیدلو اوبو او زوو خوند وڅکي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 38

وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ

او په همدې توګه نور ډول ډول عذابونه. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 38

هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟

د خپلو پیروانو په لیدلو به سره ووايې: دا لښکر به هم له تاسې سره ننووځي ورځ يي بده ده ځکه چې اور ته ننوتونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 38

قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

تابعان به يي ځواب ورکړي چې ستاسې ورځ دې بده وي ځکه چې تاسو واست چې مونږ ته مو دا هر څه راوړاندې کړل دا څومره د استوګنې بد ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 38

قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟

او بیا به ووايې: زمونږ ربه! هغو خلکو ته په اور کې دوه برخې عذاب ورکړه چې مونږ ته يي دا هر څه له وړاندې برابر کړي. info
التفاسير: