Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
60 : 23

وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ

او هغوی چې د الله په لار کې د هغه ورکړی مال مصرفوي او په زړونو کې يې ډاروي چې خپل رب ته خامخا بیرته ورتلونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 23

اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟

نو همدغه کسان په ښیګڼه کې تلوار کوي او له هر چا وړاندی وردانګې. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 23

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او مونږ پر هیچا له توان نه پورته بار نه ږدو او له مونږ سره داسې لیکنه ده چې هر څه کټ مټ په ګوته کوي. او پر هغوی به هیڅ تیری ونه کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 23

بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟

بلکې د هغوی زړونه له دې حقو خبرو نه بې خبره، او له دې پرته په نورو پریوتو کړنو اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 23

حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ

تر څو يې مونږ په نعمتونو کې ډوب مشران په عذاب اخته کړو. نو بیا به چیغې او فریادونه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 23

لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

نن چیغې مه وهئ له مونږ نه مو څوک خلاصولای نشي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 23

قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ

ځکه چې زما ایاتونه به پر تاسو لوستل کیدل خو تاسو به مخ په څت په منډه واست. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 23

مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟

په هغو مو لويې کوله. د شپې به په کیسو اخته او زما ایاتونه مو پریښې وو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 23

اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ

ایا هغوی خبرې ته فکر نه دی کړی؟ او که داسې څه ورته راغلي چې پخوانیو پلرونو ته يې نه وو راغلي؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 23

اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ

او که خپل پیغمبر نه پیژني چې اوس ورسره نا اشنا دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 23

اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

او که وايې چې پیغمبر لیونی دی. نه! دا یوه هم نه ده بلکې حق ورته راغلی او د هغوی ډير خلک حق نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 23

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ

که حق د دوی د هیلو پسې تللی وای نو نو اسمانونه، ځمکه او په هغوی کې ټول څیزونه، به خراب شوی وو. نه داسې نه ده بلکې مونږ هغوی ته پند راوړی خو هغوی ترې مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 23

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

او که ته له دوی نه څه غواړې؟ نو ستا د رب ورکړه ډیره غوره ده. او هغه تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 23

وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او بې له شکه چې ته هغوی سمې لارې ته بلې. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 23

وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟

خو کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لرې له سمې لارې نه کاږه دي. info
التفاسير: