Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
28 : 23

فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او کله چې ته سره له خپلو کسانو پر کښتۍ ښه برابر شوي نو ووایه چې: ټوله ثنا[۳] یوازې هغه الله ته ده چې مونږ يي له ظالم قوم نه خلاص کړي یو. info

[۳] دا د سپریدو وخت دعا ده.

التفاسير:

external-link copy
29 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

او ووایه چې: ای زما ربه! مونږ یوه ښه او مبارک ځای [۴] ته ښکته کړه بې له شکه چې ته ښه ځای ورکوونکی یې. info

[۴] دا د ښکته کیدلو د وخت دعا ده( فتح القدیر د امام الشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
30 : 23

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟

هو! په دې کیسه کې ډیرې سترې نښاني دي او مونږ ارو، مرو ازمیښت کوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ

له دوی وروسته مو د نورې زمانې خلک راپیدا کړل. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 23

فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠

او په هغوی کې مو د هغوی یو سړی رسول ولیږه چې: د یو الله عبادت وکړئ او پرته له هغه ستاسې بل خدای نشته نو ولې نه ډاریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 23

وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ

د هغه د قوم هغو مشرانو چې له منلو يې انکار کړی وؤ د اخرت ملاقات یې درواغ ګڼلی او مونږ پرې په دنیوي ژوند کې ښه لورینه کړې وه، وویل: دا سړی پرته له دې چې ستاسې غوندې یو انسان دی بل هیڅ نه دی هغه څه خوري چې تاسې يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسې يې ځښئ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 23

وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ

او قسم دی که تاسې د خپل ځان پشان په یوه بل انسان پسې ولاړئ نو ډیر تاوانیان يې. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 23

اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟

ایا دی له تاسې سره وعده کوي چې کله تاسې مړه، خاورې او هډوکي شئ نو بیرته به راویستلای شئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 23

هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

ناشوني دی، ناشونی دی، هغه کار چې له تاسې سره يې وعده کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 23

اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟

بس زمونږ همدا یو د دنیا ژوند دی چې مړه کیږو او ژوندي کیږو. او له مرګ نه وروسته بیا ژوندي نه راپاڅول کیږو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

بس دغه سړی پر الله درواغ تړي او مونږ يې هیڅکله منوونکي نه یو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

پیغمبر وویل: ای زما ربه! زما ملا وتړه ځکه چې هغوی زه درواغجن وګڼلم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 23

قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ

الله پاک وفرمایل: ډير ژر به هغوی پښیمانه شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 23

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو ناڅاپې چیغې په رښتیا ونیول او د سیلاب وړوغوندی مو وګرځول. ظالم قوم له مهربانۍ څخه لرې شو[۶]. info

[۶] د الله له رحمت او لورینې نه لرې شو.

التفاسير:

external-link copy
42 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

بیا مونږ له هغوی وروسته نور قومونه پیدا کړل. info
التفاسير: