Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
52 : 20

قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ فِیْ كِتٰبٍ ۚ— لَا یَضِلُّ رَبِّیْ وَلَا یَنْسَی ۟ؗ

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د هغو علم زما رب سره په يو كتاب (لوح محفوظ) كې دى، زما له ربه نه څه وركېداى شي او نه څه هېروي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 20

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّسَلَكَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؕ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْ نَّبَاتٍ شَتّٰی ۟

هغه چې تاسو ته يې زمكه فرش ګرځولې، په هغې كې يې لارې درته غځولې او له آسمانه يې اوبه درته راتويې كړي دي، بيا په دې سره موږ هر ډول شنيلى راباسو، رنګ په رنګ. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 20

كُلُوْا وَارْعَوْا اَنْعَامَكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠

خورئ او خپل څاروي وڅروئ، يقيناً په دې كې د هوښيارانو لپاره نښانې شته. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 20

مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَفِیْهَا نُعِیْدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً اُخْرٰی ۟

له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 20

وَلَقَدْ اَرَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَاَبٰی ۟

او موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښانې وروښودې خو دروغ يې وګڼلې او ويې نه منلې. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 20

قَالَ اَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ اَرْضِنَا بِسِحْرِكَ یٰمُوْسٰی ۟

(الله تعالی) وویل: ای موسى آيا دې لپاره راته راغلى يې چې په خپلو كوډو مو له خپل وطنه وباسې. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 20

فَلَنَاْتِیَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهٖ فَاجْعَلْ بَیْنَنَا وَبَیْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهٗ نَحْنُ وَلَاۤ اَنْتَ مَكَانًا سُوًی ۟

نو خامخا به همدغسې كوډې درته راوړو، نو زموږ او ستا ترمنځ د وعدې نېټه وټاكه چې نه به يې موږ مخالفت كوو او نه ته، يو منځنى هوار ځاى. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 20

قَالَ مَوْعِدُكُمْ یَوْمُ الزِّیْنَةِ وَاَنْ یُّحْشَرَ النَّاسُ ضُحًی ۟

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د وعدې نېټه مو هماغه د اختر ورځ، او دا چې خلک دې (هم) څاښت مهال راغونډ كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 20

فَتَوَلّٰی فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَیْدَهٗ ثُمَّ اَتٰی ۟

نو فرعون بېرته وګرځېد، خپلې دسيسې يې راټولې كړې، بيا راغى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 20

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰی وَیْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا فَیُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۚ— وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرٰی ۟

موسىٰ (علیه السلام) دوى ته وويل: تباه شئ! په الله پورې دروغ مه تړئ، كنه په څه عذاب به مو هلاک كړي، او چا چې دروغ پرې وتړل هغه خامخا نامراده شو. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 20

فَتَنَازَعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ وَاَسَرُّوا النَّجْوٰی ۟

نو په خپل كار كې يې ترمنځه اختلاف وكړ او هغه راز يې سره پټ كړو. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 20

قَالُوْۤا اِنْ هٰذٰنِ لَسٰحِرٰنِ یُرِیْدٰنِ اَنْ یُّخْرِجٰكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَیَذْهَبَا بِطَرِیْقَتِكُمُ الْمُثْلٰی ۟

هغوى وويل: دا دواړه خامخا كوډګران دي غواړي چې تاسو په خپلو كوډو سره له خپل وطنه وباسي او ستاسو دا مثالي (غوره) طريقه له منځه يوسي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 20

فَاَجْمِعُوْا كَیْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا ۚ— وَقَدْ اَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰی ۟

نو خپل چلونه رايو ځاى كړئ او بيا صف صف (کتار کتار) راشئ او بې شكه نن هماغه بريالى دى چې برلاسى شو. info
التفاسير: