Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
38 : 20

اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤی ۟ۙ

كله چې ستا مور ته مو هغه څه وحى (الهام) كړل چې وحى (الهام) كېداى شول. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 20

اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَعَدُوٌّ لَّهٗ ؕ— وَاَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ ۚ۬— وَلِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْ ۟ۘ

دا چې هغه په يو صندوق كې واچوه، بيا يې په سيند كې وغورځوه، سيند به يې غاړې ته راواچوي چې زما دښمن او خپله دهغه دښمن به يې راونيسي او له خپل لوري مې پرتا مينه در واچوله چې زما د سترګو لاندې تربيت شې. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 20

اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ ؕ— فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ؕ۬— وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنّٰكَ فُتُوْنًا ۫۬— فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ ۙ۬— ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی ۟

كله چې ستا خور روانه وه، بيا يې وويل: آيا داسې څوک دروښيم چې د هغه روزنه وكړي، نو په دې ډول مو بيرته خپلې مور ته ورستون كړې، چې سترګې يې يخې او اندېښمنه ونه اوسي او (هغه وخت) چې يو كس دې وژلى و، نو موږ له غمه وژغورلې او راز راز مو وازمويلې، بيا څو كاله د مدين خلكو كې واوسېدې، بيا له يو تقدير سره سم راغلې اى موسى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 20

وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْ ۟ۚ

او ته مې د خپل ځان لپاره جوړ كړى يې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 20

اِذْهَبْ اَنْتَ وَاَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَلَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْ ۟ۚ

ته او ورور دې زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 20

اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ۚۖ

دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 20

فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی ۟

نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 20

قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی ۟

دواړو (موسی او هارون) وويل: زموږ ربه! وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به سرکښي وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 20

قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَاَرٰی ۟

(الله) وفرمايل: وېرېږئ مه، زه درسره يم، اورم او وينم. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 20

فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ؕ— قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— وَالسَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی ۟

نو دواړه ورشئ وواياست چې موږ ستا د رب استازي، يو نو بني اسرائيل موږ سره تلو ته پرېږده او مه يې كړوه، دا دى ستا د رب له نښانې سره درته راغلي يو، او په هغه چا سلام دی چې د سمې لارې متابعت وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 20

اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟

بې شكه موږ ته وحى شوې چې عذاب پر هغه چا دى څوک چې (دا خبره) دروغ ګڼي او مخ ګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 20

قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی ۟

(فرعون) ووېل: نو ستاسو رب څوک دى اى موسىٰ؟ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 20

قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی ۟

(موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 20

قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی ۟

ووېل (فرعون): دا پخوا چې كوم نسلونه تېر شوي څه حال يې و؟ info
التفاسير: