Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
31 : 78

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ مَفَازًا ۟ۙ

پرته له شکه د هغو کسانو لپاره چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، د هغوی لپاره د بريا ځای دی چې په خپله موخه کې به پکې بريالي کيږي او هغه جنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 78

حَدَآىِٕقَ وَاَعْنَابًا ۟ۙ

باغونه او انګور دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 78

وَّكَوَاعِبَ اَتْرَابًا ۟ۙ

داسې پېغلې چې په عمر کې به ورسره برابرې وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 78

وَّكَاْسًا دِهَاقًا ۟ؕ

او د شرابو ډکې پيالې info
التفاسير:

external-link copy
35 : 78

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا كِذّٰبًا ۟ۚۖ

په جنت کې به باطلې خبرې نه اوري، او نه درواغ اوري، او نه ځينې يې ځينونورو ته درواغ وايي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 78

جَزَآءً مِّنْ رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ۟ۙ

دا هر څه به له هغه څه څخه وي چې الله پر هغوی احسان او بسنه کوونکې لورېينه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 78

رَّبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الرَّحْمٰنِ لَا یَمْلِكُوْنَ مِنْهُ خِطَابًا ۟ۚ

د آسمانونو او ځمکې پالونکی دی او د هغه څه رب دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، د دنيا او آخرت ډېر مهربان دی، او ټول چې په ځمکه کې او که په آسمان کې دي له هغه څخه پوښتنه نه شي کولای مګر داچې هغوی ته اجازه ورکړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 78

یَوْمَ یَقُوْمُ الرُّوْحُ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ صَفًّا ۙۗؕ— لَّا یَتَكَلَّمُوْنَ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ۟

په کومه ورځ چې جبرئيل او پرېښتې کتار کتار ودريږي، او هغوی به د هيچا د سپارښت لپاره خبرې نه شي کولای مګر چاته چې رحمان د سپارښت اجازه ورکړي، او هغه سمه خبره وکړي لکه د توحيد (يووالي) کلمه. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 78

ذٰلِكَ الْیَوْمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ مَاٰبًا ۟

دغه ستاسو لپاره بيان شوې هغه ورځ ده چې په رامنځته کېدو کې يې هيڅ شک نشته، اوس چې څوک په هغې کې د الله له عذابه ځان ژغورل غواړي؛ نو د داسې نېکو اعمالو لوري ته دې لار غوره کړي چې خپل پالونکی راضي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 78

اِنَّاۤ اَنْذَرْنٰكُمْ عَذَابًا قَرِیْبًا ۖۚ۬— یَّوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ وَیَقُوْلُ الْكٰفِرُ یٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ تُرٰبًا ۟۠

اې خلکو! پرته له شکه موږ تاسو له هغه نېږدې عذابه وېرولي واست چې راځي به، په کومه ورځ چې به هر څوک په دنيا کې د خپل کړي عمل انتظار کوي، او کافر به له عذابه د خلاصون په هيله وايي: های کاشکي زه د څارويو غوندې خاورې ګرځېدلی وای کله چې هغو څارويو ته د قيامت په ورځ وويل شي: خاورې شئ. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التقوى سبب دخول الجنة.
ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو لامل دی. info

• تذكر أهوال القيامة دافع للعمل الصالح.
د قيامت د سختيو يادونه نېک کارته هڅونه ده. info

• قبض روح الكافر بشدّة وعنف، وقبض روح المؤمن برفق ولين.
د کافر سا په سختۍ او تاوتريخوالي اخېستل او د مؤمن سا په آسانۍ او نرمۍ سره. info