Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

نبا

Purposes of the Surah:
بيان أدلة القدرة على البعث والتخويف من العاقبة.
پر بېرته را ژوندي کولو د قدرت د دلايلو او له پايلې د وېرولو بيان. info

external-link copy
1 : 78

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ

دغه مشرکان وروسته له دې چې الله يې خپل رسول صلی الله عليه وسلم ورته ولېږلو د څه په اړه پوښنې سره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 78

عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ

ځينې يې له ځینو د لوی خبر په اړه پوښتنې کوي او هغه دغه قرآن دی چې د هغوی پر رسول نازل کړل شوی د بېرته راپورته کېدو پر خبر مشتمل دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 78

الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ

دغه قرآن چې هغوی يې په هکله په هغه څه اختلاف کړی چې د هغه لپاره يې بيانوي، چې هغه کوډې، يا شعر، يا کهانت (د غيب خبرې) او يا هم د پخوانيو کيسې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 78

كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

داسې نه ده لکه څرنګه چې هغوی چې ګومان کړی، ژر به دغه د قرآن درواغ ګڼونکي د خپلو درواغ ګڼلو په بده پایله پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 78

ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟

بيا د هغوی لپاره د دې خبرې ټينګار کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 78

اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ

آيا ځمکه مو د هغوی لپاره داسې فرش نه ده ګرځولې چې پر هغې د برکراره پاتې کېدو لپاره يې وړ وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 78

وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ

او غرونه مو پر هغې د مېخونو غوندې ګرځولي چې له خوځېدو يې را ګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 78

وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ

او اې خلکو! تاسو مو جوړې جوړې پيداکړي ياست: ځينې له تاسې نارينه او ځينې ښځينه دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 78

وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ

او ستاسو خوب مو له له نشاط څخه پرېکون ګرځولی ترڅو آرام وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 78

وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ

او شپه مو ستاسو لپاره د هغې په تياره د هغه جامو غوندې پټوونکې ګرځولې چې خپل شرمځايونه پرې پټوئ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 78

وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ

او ورځ مو ډګر ګرځولې ده د کار او روزۍ پلټڼې لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 78

وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ

او جوړ کړې مو دې ستاسې له پاسه اووه آسمانونه چې ودانۍ یې کلکه او جوړښت یې غښتلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 78

وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ

او لمر مو یو سخت روښانه او رڼا والا ډېوه ګرځولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 78

وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ

او هغه ته له نېږدې ورېځو مو د زياتو تویوونکو اوبو والا باران ورولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 78

لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ

ترڅو پرې ډول ډول دانې او ډول ډول شينګياوې را وباسو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 78

وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ

او داسې باغونه پرې را وباسو چې د ونو څانګې يې په يو بل کې د زيات ننوتلو له امله سره نېښتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 78

اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ

پرته له شکه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ يو ژمنه شوی ټاکل شوی وخت دی چې شاتګ نه ترې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 78

یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ

په کومه ورځ چې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره پوکی وکړي؛ نو اې خلکو! تاسې به ډلې ډلې راځئ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 78

وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ

او آسمان به پرانستل شي؛ نو هغه لره به د پرانېستو دروازو غوندې سوروي او سوړې وي.
info
التفاسير:

external-link copy
20 : 78

وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ

او غرونه به داسې وچلول شي چې پر تيت ګرد به بدل شي، او رېګ غوندې به شي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 78

اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ

پرته له شکه دوزخ منتظر څارنځی دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 78

لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ

د ظالمانو لپاره د ورګرځېدو ځای دی چې ور ګرځي به. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 78

لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ

په هغو کې به دومره زياتې زمانې او وختونه اوسېدونکي وي چې هيڅ پای نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 78

لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ

په هغو کې به نه يخه هوا څکي چې د دوزخ ګرمي ورڅخه يخه کړي، او نه به داسې څښاک چې خوند پرې واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 78

اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ

يوازې سختې ګرمې اوبه به څکي، او هغه څه چې د دوزخيانو له زوو بهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 78

جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ

هغه چې پر کوم کفر او لار ورکۍ و له هغې سره برابره بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 78

اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ

پرته له شکه هغوی په دنيا کې له هغوی سره په آخرت کې د الله له حسابه نه ډارېدل؛ ځکه هغوی پر بېرته را پورته کېدو باور نه لرلو، که چېرې هغوی له بېرته را پورته کېدو وېرېدلای هرومرو به يې پر الله ايمان راوړی و، او نېک عمل به يې کړی وای. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 78

وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ

او زمو پر رسول نازل کړل شوي زموږ ايتونه يې په درواغ ګنلو سره درواغ ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 78

وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ

او د هغوی له کړنو مو هرڅه ضبظ کړي او شمېرلي وو، او هغه يې د کړنو په پاڼو کې ليکل شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 78

فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠

اې سرکښانو! دغه تلپاتې عذاب وڅکئ، هيڅکله به در زيات نه کړو مګر پر عذاب مو بل عذاب. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• إحكام الله للخلق دلالة على قدرته على إعادته.
د الله لخوا د مخلوق محکم والی د هغه د بېرته پر راګرځولو دلالت کوي. info

• الطغيان سبب دخول النار.
زیاتی اور ته د ننوتلو لامل دی. info

• مضاعفة العذاب على الكفار.
پر کافرانو د عذاب څو برابره کېدل. info