Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

Broj stranice:close

external-link copy
48 : 43

وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او موږ به چې هره نښانه ورښودله نو هغه به له هغې بلې ډېره ستره وه او د دې لپاره مو په عذاب كې راګير كړل چې بېرته راواوړي (له كفره). info
التفاسير:

external-link copy
49 : 43

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟

او ويل به يې: اې كوډګره! تا سره يې چې كومه ژمنه ده په هغې سره موږ لپاره خپل رب ته دعا وكړه موږ هرومرو لار موندونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 43

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

خو كله چې موږ به عذاب ترې ايسته كړ، هغوى به يو دم په لوظ ماتولو سر شول. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 43

وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ

او فرعون په خپل قوم كې (په لوړ اواز) ناره وكړه وېلې ای زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نده؟ او دا نهرونه چې زما (د ماڼۍ) لاندې بهيږي، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 43

اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟

بلكې زه غوره يم تر دغه (سړي) چې سپک دى او (آن) خبرې لاڅرګندې نه شي كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 43

فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟

(ښه) نو ولې د سرو زر و بنګړي نه ورباندې اچول كيږي يا ولې یو بل پسې پرېښتې نه دي ورسره راغلې؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 43

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

نو (په دې توګه) خپل قوم يې سپك بې عقل وموند او هغوى هم د ده ومنله، په رېښتيا هغوى (ټول) له حده تېری وتونکي خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 43

فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو كله يې چې موږ په غوسه كړو، غچ مو ترې واخيست او ټول مو ډوب كړل. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 43

فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠

نو د وروستنيو (كافرانو) لپاره مو مخكښان او مثال (عبرت) وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 43

وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟

او كله چې د مريم د زوى مثال بيان كړى شي نو ستا قوم يو دم د خوښۍ شور ماشور جوړ كړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 43

وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟

او وايي آيا زموږ معبودان غوره دي كه هغه (عيسىٰ)؟ دا وينا له تا سره يوازې د جګړې لپاره كوي، په اصل كې هغوى دي جګړه مار خلک. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 43

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

هغه (عيسى) له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بنى اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 43

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟

او كه موږ غوښتي واى نو ستاسي پر ځاى به مو پرېښتې (بدل) ګرځولې وې چې په ځمكه كې به ځاى ناستي (خليفه ګان) وو. info
التفاسير: