Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

Broj stranice:close

external-link copy
23 : 43

وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟

او په همدې توګه موږ چې له تا مخکې پر كوم كلي كې څوك وېروونكى لېږلى نو سوكاله خلكو به يې هرومرو ويل چې موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتیا موږ د هغوى پر پلونو روان يو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 43

قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

نبي (عليه السلام) وويل: آيا كه څه هم ما تر هغه غوره لارښوونكى شى درته راوړى وي كوم چې تاسو خپل پلرونه پرې موندلي؟ هغوى وويل: موږ له هغه څه منكر يو كوم چې تاسو پرې لېږل شوي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 43

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠

بيا مو غچ ترې واخيست نو ګوره چې د درواغ ګڼونكو پايله څنګه وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 43

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 43

اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟

پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم نو همغه به لار راوښايي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 43

وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتې کېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 43

بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟

بلكې ما هغوى او پلرونو ته يې د ژوند سامان وركړ تر دې چې كله حق (دين) او ښكاره بيانوونكى رسول ورته راغلو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 43

وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

او كله چې حق ورته راغى وېلې دا خو كوډې دي او موږ ترې منكر يو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 43

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟

او ويل يې: دا قرآن ولې د دغو دوو كليو پر يو لوى سړي نازل نه شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 43

اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

آيا ستا د رب رحمت هغوى وېشي؟ د دنيا په ژوند كې خو موږ د هغوى ترمنځ روزي (او د ژوند سامان) ور وېشلى او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو بل لاس لاندې (كاركوونكي) وګرځوي، او ستا د رب رحمت تر هغه څه غوره دى چې هغوى يې راټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 43

وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ

او كه دا نه واى چې بيا به (ټول) خلك په يوه لار شي [په کقر کې] نو موږ به هرومرو د هغه چا د كورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې په رحمن (الله) كافر كيږي، او زينې هم چې هغوى پرې خېژي. info
التفاسير: