Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Əbu Zəkəriyyə.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
33 : 25

وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ

25-33 او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو ښه تفسیر info
التفاسير:

external-link copy
34 : 25

اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠

25-34 هغه كسان چې جهنم ته به په خپلو مخونو جمع كولى شي، دغه كسان د ځاى په لحاظ تر ټولو بد او د لارې په لحاظ تر ټولو ګمراه دي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 25

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ

25-35 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او مونږ له هغه سره د هغه ورور هارون مددګار ګرځولى و info
التفاسير:

external-link copy
36 : 25

فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ

25-36 نو مونږ وویل: تاسو دواړه هغه قوم ته لاړ شئ چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، بیا مونږ هغوى (فرعونیان) هلاك كړل، سخت هلاكول info
التفاسير:

external-link copy
37 : 25

وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ

25-37 او (مونږ هلاك كړ) د نوح قوم، كله چې هغوى د رسولانو تكذیب وكړ، مونږ هغوى غرق كړل او مونږه دوى د خلقو لپاره (د عبرت) نشان وګرځول او مونږه د ظالمانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
38 : 25

وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟

25-38 او (مونږ هلاك كړي دي) عادیان او ثمودیان او د كوهي والا او د دوى په مينځ كې ډېر زیات نور قومونه info
التفاسير:

external-link copy
39 : 25

وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟

25-39 او (په دوى كې) هر یو ته، مونږ هغه ته مثالونه بیان كړي وو او مونږ ټول هلاك كړل، بېخي هلاكول info
التفاسير:

external-link copy
40 : 25

وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟

25-40 او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده ؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره info
التفاسير:

external-link copy
41 : 25

وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟

25-41 او كله چې دوى تا وویني (، نو) دوى تا نه نیسي مګر ځاى د مسخرې (او وايي:) ایا دا هغه سړى دى چې الله، (په طور د) رسول رالېږلى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 25

اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟

25-42 بېشكه چې دى نژدې و چې مونږ خامخا له خپلو معبودانو نه بې لارې كړي كه مونږ په دوى ټینګ ودرېدلي نه وى (الله فرمايي:) دوى به ژر پوه شي كله چې دوى عذاب ویني چې څوك له (حقې) لارې نه ډېر بې لارې دى info
التفاسير:

external-link copy
43 : 25

اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ

25-43 ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې نګران يې info
التفاسير: