Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Əbu Zəkəriyyə.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
35 : 16

وَقَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

16-35 او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل info
التفاسير:

external-link copy
36 : 16

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ هَدَی اللّٰهُ وَمِنْهُمْ مَّنْ حَقَّتْ عَلَیْهِ الضَّلٰلَةُ ؕ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

16-36 او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 16

اِنْ تَحْرِصْ عَلٰی هُدٰىهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ یُّضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

16-37 كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته info
التفاسير:

external-link copy
38 : 16

وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— لَا یَبْعَثُ اللّٰهُ مَنْ یَّمُوْتُ ؕ— بَلٰی وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

16-38 او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې وفات كېږي، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه پر هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
39 : 16

لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِیْ یَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰذِبِیْنَ ۟

16-39 لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه واضحه كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو info
التفاسير:

external-link copy
40 : 16

اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنٰهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠

16-40 همدا خبره ده چې زمونږ وینا یو شي ته چې كله يې مونږ اراده وكړو؛ دا ده چې مونږ هغه ته وایو: وشه نو هغه وشي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 16

وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

16-41 او هغه كسان چې د الله لپاره يې هجرت كړى دى وروسته له دې چې ظلم پرې شو خامخا هرومرو به مونږ دوى ته په دنیا كې ښه ځاى وركړو او یقینًا د اخرت اجر تر ټولو لوى دى، كه چېرې وى دوى چې پوهېدلى info
التفاسير:

external-link copy
42 : 16

الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

16-42 هغه كسان چې صبر كوي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي info
التفاسير: