Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

ذاریات

external-link copy
1 : 51

وَالذّٰرِیٰتِ ذَرْوًا ۟ۙ

قسم په هغو بادونو چې ګردونه الوزوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 51

فَالْحٰمِلٰتِ وِقْرًا ۟ۙ

قسم په هغو وریځو چې درنې اوبه پورته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 51

فَالْجٰرِیٰتِ یُسْرًا ۟ۙ

قسم په هغو کښتیو چې په اسانۍ سره رواني دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 51

فَالْمُقَسِّمٰتِ اَمْرًا ۟ۙ

قسم په هغو ملایکو چې ستر کارونه ویشي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 51

اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَصَادِقٌ ۟ۙ

بې له شکه چې له تاسې سره کیدونکې وعده[۱۶] رښتیا ده. info

[۱۶] چې تاسې به بیا راژوندي کیږئ.

التفاسير:

external-link copy
6 : 51

وَّاِنَّ الدِّیْنَ لَوَاقِعٌ ۟ؕ

او حساب او کتاب خامخا پیښیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 51

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ

او قسم په ښایسته جوړ شوې او له لارو نه په ډک اسمان info
التفاسير:

external-link copy
8 : 51

اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ

چې بې شکه تاسې په یوه ګډه وډه[۱۷] خبره کې يې. info

[۱۷] ځینې وايي قران سحر دی، ځیني وايي شعر دی، ځیني وايي کوډي دي او ځیني نور څه وايي( فتح القدیر )

التفاسير:

external-link copy
9 : 51

یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ

له دې قران څخه هغه خلک اړولی شي چې د الله په علم کې ترې اړول شوې دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 51

قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ

اټل کوونکې دي هلاک شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 51

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ

هغه چې د اخرت له پټ کار نه غافله او ناخبره دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 51

یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

او پوښتنه کوي چې د حساب او کتاب ورځ به کله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 51

یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟

په هغه ورځ کې به هغوی په اور سوزولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 51

ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

هلته به ورته وویل شي اوس خپل عذاب وڅکئ دا همغه څه دي چې تاسې په ډیر تلوار غوښتلو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 51

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

بې له شکه چې له الله نه ډاریدونکي خلک به په باغونو او چینو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 51

اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ

د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي بې له شکه چې دوی له دې نه په مخکې ژوند کې نیکو کاران وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 51

كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟

د شپې په ډیره لږه برخه کې ویده کیدل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 51

وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

او د شپي په اخرنۍ برخه کې يي بښنه غوښتله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 51

وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

او په مالونو کې د سوال ګرو او بې وسو برخه معلومه وه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 51

وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ

او په ځمکه کې د باور کوونکو لپاره سخت ډیر دلایل او نښط دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 51

وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟

او ستاسې په خپلو ځانونو کې ایا تاسې نه ځیر کیږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 51

وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

په اسمان کې ستاسې روزې او هغه څه دي چې له تاسې سره يي وعده کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 51

فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠

نو د اسمان او ځمکې په رب مې قسم چې دا خبره همداسې واقعیت دی لکه څرنګه چې دا یو واقعیت دی چې تاسې خبرې کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 51

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ

اې پیغمبره ! د ابراهیم د عزتمنو میلمنو کیسه تاته راغلې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 51

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

کله چې ابراهیم ته راغلل نو ويي ویل: سلام. ابراهیم وویل: پر تاسو دې سلام وي. څه نا اشنا غوندي خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 51

فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ

همغه وخت کور ته والړ او یو چاغ وریت کړی خوسی يي راووړ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 51

فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

میلمنو ته يي وړاندې او ورته يي وویل: ایا تاسو يې نه خورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 51

فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

هغه وو چې په زړه کې ترې وډار شو. هغوی ورته وویل: مه ډاریږه! او بیا يې د یوه هوښیار هلک زیری ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 51

فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟

ښځه يې په چیغو سر او په داسې حال کې چې مخ يي واهه را وړاندې او ويي ویل زړه او شنډه ښځه! info
التفاسير:

external-link copy
30 : 51

قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

ملایکو وویل: هو! په همدې ډول ستا رب فرمایلي دي بې له شکه هغه د حکمت څښتن په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

ابراهیم وویل:استازو!ستاسې هدف څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هوی وویل:مونږ د یو مجرم قوم لپاره رالیږلي شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

تر څو له خټو جوړ شوي کاڼي پرې ووروو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

دا هغه ډبرې دي چې ستا د رب له لورې له پولو اوښتو خلکو ته په ګوته شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

نو مونږ له کلي نه ټول مؤمنان وښکلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

او مونږ پکې پرته له یوه کور نه نور مسلمانان مینده نه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

او هلته مو یوه لویه نښه د هغو کسانو لپاره پریښووله چې له دردناک عذاب ډاریږي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

او د موسی کیسه هم یو پند دی چې مونږ له ښکاره دلیل سره د فرعون په لور ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

فرعون د خپل توان او زور په غرور مخ واړاو او ویې ویل:موسی کو ډګر یا لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

نو مونږ فرعون او لښکر يي راونیول او په سیند کې مو ډوب کړل په رښتیا هغه د ملامتیا وړو. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

او دعادیانو کیسه هم له پند نه ډکه وه.مونږ پر هغوی یو طوفاني بې خیره باد راوالوزاو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

په هر شي به چې راته نو د وراسته او غورځول شوی په شان به یې کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

او د ثمودیانو کیسه هم پند دی کله چې هغوي ته وویل شو:چې تر یوه ټاکلي وخت مزې او چړچې وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

د خپل رب له حکم نه یي سروغړولو نو یوی سختې کړیکې په داسې حال کې ونیول چې هغوی نیغ نیغ ورته کتل. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

نه ورسره د پورته کیدلو توان وو،او نه یې ځان ژغورلی[۱]شو. info

[۱] ـ یا یې معنا ده چې نه یې د چا نه بدل اخیستلی شو.(البحر المحیط في التفسیر).

التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

او له ټولو نه اول مونږ د نوح قوم هلاک کړ.ځکه چې فاسق خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

او اسمان مونږ په خپلو لاسونو جوړ کړی او مونږ پراخي راوستونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

او ځمکه مو خوره کړې ده او مونږ نښه غوړوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او مونږ هر شی جوړه پیدا کړی دی.ښايې چې تاسې پند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو الله ته په منډه ورشئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او له الله سره نو معبودان مه نیسئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یوه ښکاره داروونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 51

كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫

هو!په همدې توګه له دوی نه وړاندې هیڅ قوم ته استازی نه دی راغلی مګر هغوی ویلي دي چې دا جادوګر یا لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 51

اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

ایا هغوی په دې خبره یو بل ته وصیت کړی دی؟ نه:بلکې هغوی سرغړوونکي خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 51

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ

نو ای پیغمبره!مخ ترې واړه وه ته هیڅ ملامت نه یې. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 51

وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او پند ورکوه ځکه چې پند ورکول مؤمنانو ته ګټه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 51

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟

او ما پيریان او انسانان له دې نه پرته د بل هیڅ شي لپاره نه دي پيدا کړي چې هغوی به زما بندګي او عبادت کوي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 51

مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟

زه به له هغوی روزي نه غواړم او نه ترې غوښتنه کوم چې ماته خوراک راکړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 51

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟

بې له شکه چې الله په خپله ښه روزي ور کوونکی،د قوت څښتن او پیاوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 51

فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

د ظالمانو لپاره همغه عذاب دی چې ملګرو ته یې ور کړل شوی دی.نو ډير په تلوار دې نه غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 51

فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠

د کافرانو لپاره په هغه ورځ هلاک او د دوزخ کنده ده چې له دوی سره یې وعده کولی شي. info
التفاسير: