Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

دخان

external-link copy
1 : 44

حٰمٓ ۟ۚۛ

حم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 44

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

قسم پر څرګند او ښکاره کوونکي کتاب. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 44

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟

مونږ قرآن په یوه مبارکه شپه کې نازل کړی ځکه چې مونږ خلک خبروو. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 44

فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ

په دې شپه کې هر پریکړه شوی کار له نورو جلا کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 44

اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ

د هر کار چې زمونږ له لورې يي پریکړه وشي. بې له شکه چې مونږ لیږونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 44

رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

ستا د رب له لورې رحمت لیږل کیږي. په رښتیا چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 44

رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو څیزونو رب دی چې ددې دواړو په غیږ کې پراته دي که تاسې منونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 44

لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

پرته له هغه هیڅ معبود نشته. ژوندون بښي او مړه کول کوي. ستاسې او ستاسې د پخوانیو پلرونو رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 44

بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟

بلکې کافران د هغه په هکله په شک کې لویدلي لوبیږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 44

فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

نو ای محمده! د هغې ورځې انتظار کوه چې د اسمان له لورې یو ښکاره او څرګند لوګی راشي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 44

یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ټول خلک به پټوي. او همدا دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 44

رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟

بیا به وايې چې: ای زمونږ ربه! له مونږ نه عذاب لرې کړه مونږ ایمان راوړونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 44

اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

اوس به هغوی ته پند منل څه ګټه ورسوي؟ په داسې حال کې چې هغوی ته ښکاره کوونکی پیغمبر راغلی و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 44

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ

بیا ترې ګرځیدلي و ویلي يي وو چې: خبره ورته ښوولې شوې لیونی سړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 44

اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ

مونږ به ډيرلږ عذاب لرې کړو. خو تاسې بیرته د کفر په لور ګرځیدونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 44

یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟

هغه ورځ رایاه کړه چې مونږ لویه او سخته نیونه وکړو. په رښتیا چې مونږ غچ اخیستونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 44

وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

او له دوی نه وړاندې مو د فرعون قوم هم ازمویلی او هغوی ته هم یو پتمن او عزتمن پیغمبر راغلی و. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 44

اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

چې ويې ویل: له ماسره د الله بنده ګان پریږدئ زه ستاسې په لور یو امین استازی یم. info
التفاسير: