Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

زخرف

external-link copy
1 : 43

حٰمٓ ۟ۚۛ

حم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 43

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

قسم پر څرګند کتاب. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 43

اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ

بې شکه مونږ دا قران په عربي ژبه ګرځولی دی تر څو پرې تاسې پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 43

وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ

په لوح محفوظ کې ثبت او زمونږ په وړاندې د لوړې مرتبې خاوند او له حکمتونو نه ډک دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 43

اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟

ایا مونږ له دې کبله چې تاسې له پولو اووښتی قوم يي، د پند لیږل بند کړو او مخ در څخه واړوو؟ info
التفاسير:

external-link copy
6 : 43

وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟

په داسې حال کې چې مونږ په پخوانیو خلکو کې څومره ډیر پیغمبران لیږلي وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 43

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

هغوی ته به چې هر پیغمبر راغی نو ملنډې به يې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 43

فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

مونږ له دوی نه ډیر کلک نیوونکي او پیاوړي خلک هلاک کړي او د داوړ پخوانیو خلکو ډیرمثالونه تیر شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

او قسم دی که ته چیرې له مشرکانو څخه پوښتنه وکړې چې: اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به همدا یوه خبره وکړي چې په هر څه برلاسي او عالم ذات پیدا کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 43

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ

هو! هغه ذات پیدا کړي دي چې ځمکه يې ستاسې لپاره ځانګو ګرځولې او په هغې کې يي تاسې ته لارې جوړې کړي دي. تر څو پرې د منزل په لور لار ومومئ. info
التفاسير: