Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

external-link copy
38 : 39

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟

او قسم دی که ته له دوی پوښتنه وکړې چې اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به وايې: الله، ورته ووایه په دې مې پوه کړه که چیرې الله ما ته ضرر رسول وغواړي نو هغه خدایان چېتاسې يي پرته له الله بلئ له ما نه ضرر لرې کولای شي؟ او که الله په ما مهربانه شي نو هغوی د الله د مهربانۍ مخه نیولای شي؟ ورته ووایه چې: یو الله زما بس دی... او توکل کوونکي باید یوازې پر هغه توکل وکړي. info
التفاسير: