Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
27 : 38

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ

او مونږ اسمان، ځمکه د دوی د مینځ څیزونه بابیزه نه دي پیدا کړي. دا د هغه چا ګومان دی چې کافران شوي دي نو د کافرانو لپاره د اور لویه کنده ده. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 38

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟

ایا مونږ به هغه کسان چې ایمان ي راوړی او نیکې کړنې يې کړي دي د هغه چا په شان کړو چې په ځمکه کې فساد کوي؟ او یا پرهیزګاران به د بدکارانو په شان کړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 38

كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

دا یو برکت ناک کتاب دی چې مونږ تاته نازل کړی دی ترڅو يې هغوی په ایتونو کې فکر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 38

وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ

او مونږ داود ته سلیمان وباښه. هغه غوره او الله ته پوره پناوړونکی بنده و. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 38

اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ

کله چې سلیمان ته په لمر پرتواته کې خورا ښه اصیل او ګړندی اسونه وړاندې کړای شول. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 38

فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫

نو سلیمان وویل: دغه اسونه ما د الله د ذکر له کبله خوښ کړي دي. او تر هغو ورسره وو چې لمر پرې ډوب شو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 38

رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟

غږیې کړ: بیرته يي ماته راولئ. او بیا يي د هغو په پوندیو او غاړو لاس راکش کړ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 38

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟

مونږ سلیمان په ازمیښت کې واچاو او د هغه پر تخت مو یوه تنه وغورځوله، هغه الله ته رجوع وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 38

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟

او ويې ویل: ای زما ربه! ما وبښه او یوه داسې پاچايې راکړه چې له مانه وروسته د هیچا وړ نه وي. په رښتیا چې ته ښه بخشش ورکوونکی يي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 38

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ

نو باد مو د هغه تابع کړ چې په کوم لور به د سلیمان هیله وه په هغه لور به خورا په نرمۍ سره تلو. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 38

وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ

او هر ډول ماڼۍ جوړوونکي او غوټه وهونکي پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 38

وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟

او نور خپل سري پیریان په ځنځیرونو تړل شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 38

هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

هو! دا زمونږ پریمانه او بې حسابه لورینه ده. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 38

وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠

خوښه ستا چې چا ته څه ورکوې او که نه؟ بې له شکه چې زمونږ په وړاندې د هغه لپاره نژدې مقام او غوره پای ده. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 38

وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ

او زمونږ بنده ایوب یاد کړه. چې خپل رب ته غږ کړ چې: شیطان په ستونزو او کړاو اخته کړی یم. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 38

اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟

مونږ ورته وویل: خپله پښه په ځمکه ووهه. دغه دي د لمبلو او څښلو لپاره یخې اوبه. info
التفاسير: