Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
60 : 28

وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

هغه چې تاسې ته درکړای شوې د دنیا ګټه او ښایست دی او هغه چې له الله سره دي ګټور او تل پاتې دي ـ ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 28

اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟

ایا هغه څوک چې مونږ ورسره نیکه او ښه وعده کړې او هغه يې میندونکی هم وي د هغه چا په شان دی چې مونږ یوازې د دنیا ګټې ورکړې وي بیا به دقیامت په ورځ د هغو کسانو په ډله کې وي چې عذاب ته حاضرولای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
62 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

او هغه ورځ یاده لرئ چې الله پرې غږ وکړي چې اوس چیرې دي زما هغه شریکان چې تاسو پرې ګومان کاوو؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 28

قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟

په هغو خلکو چې خبره پرې کره شوې وايې به پروردګاره! دا خلک مونږ هغه شان بې لارې کړي وو چې مونږ په خپله بې لارې شوي وو. مونږ اوس تاته له دوی نه خپله بې زاري اعلانوو دوی زمونږ عبادت نه کاو. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 28

وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟

دوی ته به وویل شي چې اوس خپل شریکان راوبلئ؟ هغوی به يې وبلي خو هیڅ ځواب به ورنه کړي، او عذاب به په رڼو سترګو ګوري، او ارمان به وکړي چې کاشکې مونږ هم لار میندلې وای. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

او هغه ورځ یاده کړه چې الله پرې غږ وکړي او ورته ووايې چې تاسې رسولانو ته څه ځواب ویلی و؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 28

فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو په دې ورځ به ترې ټولي خبرې ورکې او یو به له بل نه پوښتنه هم نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 28

فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟

خو که نن چا توبه وښکلې، ایمان يې راوړی او نیکې کړنې يې کړې وي کیدای شي چې دا وړ خلک له نجات میندونکو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 28

وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

او ستا رب چې څه وغواړي پیدا کوي ئې او غوره کوي يې. په دې کې د هغوی څه واک نشته. الله له هغه څه نه ډیر پاک او لوړ دی چې هغوی يې ورسره شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 28

وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او ستا رب ته هغه ټول څیزونه ښه معلوم دي چې هغوی يي په سینو کې پټوي او یا يې ښکاره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 28

وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او الله هغه ذات دی چې پرته له هغه بل معبود نشته. د دنیا او اخرت ټولې ستاینې یوازې د هغه دي. واکمني یوازې د هغه او یوازې هغه ته به تاسې ورګرځول کیږئ. info
التفاسير: