Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
64 : 27

اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

څوک دی هغه ذات چې د پیدایښت پیل کوي؟ او بیا يې تکراروي؟ او څوک دی چې تاسې ته له اسمان او ځمکې نه روزي درکوي؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ ووایه! که تاسې رښتینې يې نو دلیل مو را وړاندې کړئ! info
التفاسير:

external-link copy
65 : 27

قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟

ای محمده! ووایه چې: د اسمانونو او ځمکې په پټو څیزونو پرته له الله بل هیڅوک نه پوهیږي او په دې هم نه پوهیږي چې دوی کله ژوندي راپورته کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 27

بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠

بلکې د اخرت په هکله هغوی بیخي ناپوه، بلکې شکمن، او بلکې ړانده دي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 27

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟

او کافران وايې: چې مونږ او زمونږ پلرونه خاورې شو نو بیا به هم له قبرونو نه راوویستل شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 27

لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

په رښتیا چې دا یوه تشه وعده ده چې له مونږ او زمونږ له پخوانیو پلرونو سره شوې ده، پرته له زړو کیسو نور څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 27

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

ای محمده! ووایه چې په ځمکه کې وګرځي، نو وګورئ چې د مجرمانو پای څه وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 27

وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

او ای محمده! بر هغوی مه غمجن کیږه، او نه يې له ټکیو او دسیسو نه زړه تنګی شې. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 27

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوی وايې دا وعده کله ده ؟ که تاسې رښتینې یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 27

قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

ووایه نژدې ده چې ځینې هغه څه چې تاسې يې په منډه غواړئ په تاسې پسې وي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

او له شک نه وتلې ده چې ستا رب پر انسانانو ډیر مهربان دی، خو اکثره يې ناشکره دي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او په دې کې شک نشته چې ستا رب ته هغه ښه معلوم دي چې هغوی يې په زړونو کې پټوي او یا يي څرګندوي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 27

وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

د اسمانونو او ځمکې هیڅ پټه خبره نشته مګر په یوه څرګند کتاب کې ښکل شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 27

اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او دا قران بنې اسرائیلو ته ډیرې خبرې په ګوته کوي چې هغوی پکې یو له بل سره اختلاف لري. info
التفاسير: