Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
103 : 16

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او مونږ ته معلومه ده چې هغوی وايې: قران ورته یو بل انسان ورښايي. په داسې حال کې چې د کوم انسان په لور هغوی اشاره کوي د هغه ژبه عجمي[۱۷] ده او د قران ژبه فصیحه سوچه عربي ده. info

[۱۷] یوه رومي غلام ته ئي نسبت کاو په نوم کې يي اختلاف دی په مکه کې اوسیده. د تورات او انجیل پوه ورسره وه او مسلمان شوی و( فتح القدیر امام الشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
104 : 16

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۙ— لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

حقیقت همدا دی چې الله پاک هغو خلکو ته لار نه ښايې چې د الله په ایتونو ایمان نه راوړي او په اخرت کې يې دردناک عذاب په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 16

اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟

او دا هم وتلې خبره ده چې درواغ یوازې هغه کسان جوړوي چې د الله په ایتونو ایمان نه راوړي او همدوی پاخه درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 16

مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

څوک چې له ایمان راوړولو وروسته بیرته په الله کافر شي، که په زوره کفر ته مجبور او زړه يې په ایمان پوخ وي بیا خو خیر دی. او که د زړه له تله يې کفر ومانه نو پر هغوی د الله غضب دی. او لوی عذاب يې په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 16

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

دا ځکه چې: دنیوي ژوند يې له اخرت نه غوره وګاڼه او دا پخه خبره ده چې الله پاک هغه قوم ته لار نه ښايې چې د هغه له ایتونو نه انکار کوي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 16

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟

دا هغه خلک دي چې الله يې په زړونو، غوږونو او سترګو مهر لګولی دی. او همدوی خورا بې پروا خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟

په دې کې هیڅ شک نشته چې اخرت کې خورا تاواني او زیانمن خلک همدوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 16

ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَصَبَرُوْۤا ۙ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او ستا رب پر هغو خلکو چې له ازمیښتونو او ربړونو ګاللو وروسته يې هجرت کړی او بیا يې د ستونزو له منلو سره سره جهاد ته ملا تړلې له دې ټولو وروسته[۱۸] ښه بښونکی او مهربان ذات دی. info

[۱۸] د هغې ګناه نه يي ورتیر شي چې بخوا يې د کارانو تر څنګ ژوند کاوه( فتح القدیر د امام الشوکاني)

التفاسير: