Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz.

یوسف

external-link copy
1 : 12

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟۫

الر- دا د بیانوونکي کتاب ایتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 12

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

مونږ دا کتاب قران په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو تاسې پرې پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 12

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ هٰذَا الْقُرْاٰنَ ۖۗ— وَاِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الْغٰفِلِیْنَ ۟

ای محمده مونږ تا ته د قران د وحې په اوږدو کې هغه غوره کیسې بیانوو چې پخوا ترې ته بالکل ناخبره وې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 12

اِذْ قَالَ یُوْسُفُ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ رَاَیْتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَاَیْتُهُمْ لِیْ سٰجِدِیْنَ ۟

او یوه کیسه هغه ده چې یوسف خپل پلار ته وویل ای پلاره ما خوب ولید چې یوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ما ته په سجده پراته دي[۱۶] info

[۱۶] علماوو(۱۱) ستوري په (۱۱) ورونو لمر په پلار او سپوږمۍ په مور سره معنا کړي ( ابن جریر الطبري).

التفاسير: