Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
74 : 7

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَّبَوَّاَكُمْ فِی الْاَرْضِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْ سُهُوْلِهَا قُصُوْرًا وَّتَنْحِتُوْنَ الْجِبَالَ بُیُوْتًا ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟

او درياد كړئ چې له عاديانو وروسته يې د هغو پر ځاى كېنولئ او پر ځمكه يې ځاى دركړ چې دا دى په سمه كې يې ماڼۍ جوړوئ او غرونه د كورونو لپاره كنئ (تراشئ) خو د الله نعمتونه درياد كړئ او پر ځمكه فساد كوونكي مه ګرځئ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 7

قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِمَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ اَتَعْلَمُوْنَ اَنَّ صٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلَ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟

د ده د قوم هغو لويانو چې كبر يې کړی و، هغو كمزورو خلكو ته چې ايمان يې راوړى و، وويل: ايا (په باورسره) پوهېږئ چې صالح د خپل رب له خوا يو رالېږل شوى استازى دى؟ دوى ويل: يقيناً موږ د هغه (پيغام) منونكي يو چې دى پرې رالېږل شوى. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 7

قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا بِالَّذِیْۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟

هغو كسانو چې لويي غوره كړې وه، وويل: موږ خو له هغه څه منكر يو چې تاسو منلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 7

فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوْا یٰصٰلِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

بيا يې اوښه ووژله او د خپل رب له حكمه يې سر وغړولو او ويې ويل: اى صالحه! كه ته (رښتيا) له رسولانو يې نو هغه (عذاب) راوله چې موږ پرې ډاروې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 7

فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟

نو (سختې) جټكې راونيول او له سباوون سره بيا په خپلو كورونو كې پړمخي مړه پراته وو. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 7

فَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّیْ وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُحِبُّوْنَ النّٰصِحِیْنَ ۟

نو (صالح) ترې وګرځېد او ويې ويل اې زما قومه! ما خو د خپل رب پيغام در ورسولو او نصيحت مې درته وكړ، خو تاسو نصيحت كوونكي نه خوښوئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 7

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او لوط (علیه السلام) چې كله خپل قوم ته وويل: آيا داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له ټولو خلكو نه هيڅوك هم له تاسو نه دي ړومبي شوي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 7

اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

تاسو ښځى پرېږدئ نارينه و ته د شهوت لپاره ورځئ، بلكې تاسو (بالكل) له حده تېرېدونكي خلك ياست. info
التفاسير: