Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi.

منافقون

external-link copy
1 : 63

اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ قَالُوْا نَشْهَدُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُ اللّٰهِ ۘ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّكَ لَرَسُوْلُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَكٰذِبُوْنَ ۟ۚ

كله چې منافقان درته راشي، وايي موږ شاهدي وايو چې ته هرومرو د الله رسول يې او الله (ښه) پوهيږي چې ته يې رسول يې، خو الله شاهدي وايي چې منافقان هرومرو درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 63

اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغوى خپل قسمونه ډال جوړ كړي نو د الله له لارې ايسارول كوي، هغه كار (ډېر) بد دى چې هغوى يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 63

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا فَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟

دا ځکه چې هغوى ايمان راوړو بيا (بېرته) كافران شول، نو پر زړونو يې مهر ووهل شو نو اوس هغوى نه پوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 63

وَاِذَا رَاَیْتَهُمْ تُعْجِبُكَ اَجْسَامُهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّقُوْلُوْا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ ؕ— یَحْسَبُوْنَ كُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ ؕ— هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ؗ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟

او هر كله چې ته ووینې دوی لره، بدنونه يې ډېر ښه درته ښكاري او كه څه وايي، خبرې ته يې غوږ نيسي، هغوى لكه (دېوال ته) درول شوي لرګي (داسې دي) هره چيغه د ځان پرخلاف ګڼي، همدوى (اصلي) دښمنان دي نو ځان ترې ساته، الله دې هغوى تباه كړي، كوم خوا ګرځول كيږي. info
التفاسير: