Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
34 : 14

وَاٰتٰىكُمْ مِّنْ كُلِّ مَا سَاَلْتُمُوْهُ ؕ— وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ كَفَّارٌ ۟۠

او هر څه مو چې وغوښتل هغه يې دركړل او كه تاسو وغواړئ چې د الله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلى يې نه شئ، بې شكه انسان ډېر بې انصافه او نا شكره دى. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 14

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّاجْنُبْنِیْ وَبَنِیَّ اَنْ نَّعْبُدَ الْاَصْنَامَ ۟ؕ

او كله چې ابراهيم وويل: زما ربه! دا يو د امن ښار وګرځوه او ما او زامن مې له دې وساتې چې د بتانو عبادت وکړو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 14

رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ ۚ— فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

زما ربه! دغو (بتانو) خو زياتره خلك بې لارې كړي دي نو څوك چې ما پسې ولاړ هغه زما دى او چا چې زما مخالفت وكړ نو بيا هم ته مهربان بخښونكى يې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 14

رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ ۙ— رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ ۟

زموږ ربه! بې شكه ما خپله ځينې اولاده په يو بې كښته ناو كې ستا د عزتمند كور خواته مېشت كړې ده، زموږ ربه! دا د دې لپاره چې دوى لمونځ ترسره كړي نو د خلكو زړونه د دوى په طرف وهڅوه او د هر ډول مېوو نه روزي وركړې چې دوى شكر وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 14

رَبَّنَاۤ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِیْ وَمَا نُعْلِنُ ؕ— وَمَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ۟

زموږ ربه بې شکه تا ته هغه هم معلوم دي چې موږ يې پټوو او هغه څه هم چې څرګندوو يې او الله نه هيڅ شى نه په زمكه پټېډى شي او نه په اسمان كې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 14

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ وَهَبَ لِیْ عَلَی الْكِبَرِ اِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَسَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟

هغه الله لره ستاينه ده چې بوډا توب كې يې اسماعيل او اسحاق (زامن) راكړل، بې شکه رب مې خامخا د دعا اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 14

رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِیْمَ الصَّلٰوةِ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ۖۗ— رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ ۟

زما ربه! ما (هم) ښه لمونځ كونكى وګرځوې او له اولادې مې هم (داسې خلك پيدا كړه) زموږ ربه! او دعا مو قبوله كړې. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 14

رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ ۟۠

زموږ ربه! ما ته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې او مومنانو ته، هغه ورځ چې حساب قائميږي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 14

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ غَافِلًا عَمَّا یَعْمَلُ الظّٰلِمُوْنَ ؕ۬— اِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمْ لِیَوْمٍ تَشْخَصُ فِیْهِ الْاَبْصَارُ ۟ۙ

او هيڅكله الله د ظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې دوى يې كوي، بې شکه خبره دا ده چې هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به وركې رډې پاتې شي. info
التفاسير: