Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi.

مطففین

Surənin məqsədlərindən:
تحذير المكذبين الظالمين من يوم القيامة وبشارة المؤمنين به.
د قيامت له ورځې د درواغ ګڼونکو ظالمانو وېرول او مؤمنانو ته پرې زېری ورکول. info

external-link copy
1 : 83

وَیْلٌ لِّلْمُطَفِّفِیْنَ ۟ۙ

تباهي او زيان دی د ډنډه وهونکو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 83

الَّذِیْنَ اِذَا اكْتَالُوْا عَلَی النَّاسِ یَسْتَوْفُوْنَ ۟ؗۖ

او هغوی داسې کسان دي چې کله له نورو پېمانه کوي خپل حق پرته له زيانه پوره ترلاسه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 83

وَاِذَا كَالُوْهُمْ اَوْ وَّزَنُوْهُمْ یُخْسِرُوْنَ ۟ؕ

او کله چې خلکو ته په پېمانه يا په تول څه ورکوي؛ نو په پېمانه او تول کې کموالی کوي، دا د مدينې د خلکو حال و هغه مهال چې نبي صلی الله عليه وسلم هغوی ته هجرت ور وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 83

اَلَا یَظُنُّ اُولٰٓىِٕكَ اَنَّهُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

ايا دغه کسان چې داسې ناوړه کار کوي باور نه لري چې هغوی به الله ته ور پاڅول کيږي؟! info
التفاسير:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• التحذير من الغرور المانع من اتباع الحق.
له هغې لویۍ څخه منع کول چې د حق د پیروۍ لامل ګرځي. info

• الجشع من الأخلاق الذميمة في التجار ولا يسلم منه إلا من يخاف الله.
بد حرص په سوداګرو کې له ناوړه خويونو څخه دی يوازې هغه څوک ترې خوندي وي چې له الله څخه وېريږي. info

• تذكر هول القيامة من أعظم الروادع عن المعصية.
د قيامت سختۍ ور په يادول له ګناه څخه تر ټولو لوی منع کوونکی دی. info