Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
82 : 7

وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟

او نه و جواب د قوم د هغه چې دې بدکارۍ لره کوونکي وو د هغه انکار د وجې نه چې په دوی باندې یې کړی وو مګر دا چې ویې ویل پداسې حال کې چې د حق نه مخ اړوونکي وو: وباسئ لوط او د هغه د کورنۍ د خپل کلي نه؛ یقینا دوی داسې خلک دی چې ځان ساتي زمونږ د دې کار نه، نو مونږ لره دا نه دي مناسب چې دوی دي زمونږ ترمنځ پاتي شي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 7

فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ۖؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟

نو بچ وساته مونږ لوط -علیه السلام- او کورنۍ د هغه داسې چې مونږ هغه ته د شپې په وتلو امر وکړ د هغه کلې نه چې خامخا به پرې عذاب راځي، مګر ښځه د ده چې شوه د باقی پاتي کیدونکو نه د خپل قوم سره، نو ورسیده هغې ته هغه عذاب کوم چې دغه قوم ته ورسیده. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 7

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠

او راووراوه مونږ په دوی باندې غټ باران، داسې چې ومو ویشتل دوی د خټو په تیږو باندې، او کلی مو ورباندې نسکور کړ، نو وګرځاوه مونږ اوچت طرف د هغه لاندې، نو فکر او سوچ وکړه -ای پیغمبره- څرنګه و انجام د مجرمانو د لوط -علیه السلام- د قوم؟ نو یقینا د دوی اخرې انجام هلاکت او همیشنۍ شرمیندګي وه. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 7

وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَالْمِیْزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

او یقینا مونږ لیږلی و د مدین قبیلې ته د هغوی ورور شعیب -علیه السلام- نو هغه ورته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره چې د هغه نه پرته د بندګۍ لایق وي، بیشکه راغلی تاسو ته ښکاره دلیل د الله تعالی له طرفه، او ښکاره دلیل په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما تاسو ته راوړي د خپل رب له طرف نه، پوره پوره ورکړئ خلکو ته حقونه د هغوی په پوره کولو د پیمانې او په پوره کولو د تول سره، او مه کموئ د خلکو نه په عیب سره سامان د هغوئ، او په بې رغبتۍ سره د هغوی د سامان نه، او په دوکه ورکولو سره هغوی ته، او فساد مه کوئ په ځمکه کې په کفر او ګناهونو کولو سره وروسته د اصلاح د هغې نه په راتللو د پیغمبرانو سره د مخکې نه، دا چې بیان شو غوره دی ستاسو لپاره او ډیر فایده مند دی تاسو لره که چیرته تاسو مومنان یاست؛ د دې وجې نه چې په دې کې پریښودل د ګناهونو دي او دا ځان ساتل دي د وجې د منع کولو د الله تعالی د دې نه، او د دې وجې نه چې په دې کې نزدیکت دی الله تعالی ته په کولو د هغه کار چې الله تعالی پرې امر کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 7

وَلَا تَقْعُدُوْا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوْعِدُوْنَ وَتَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِهٖ وَتَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ كُنْتُمْ قَلِیْلًا فَكَثَّرَكُمْ ۪— وَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

او مه کینئ په هره لاره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لاره باندې ځي د خلکو نه د دې لپاره چې د دوی نه مالونه واخلئ، او د دې لپاره چې بند کړئ د الله تعالی د دین نه هغه څوک چې اراده د هدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې د الله تعالی لاره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ د الله تعالی نعمتونه په تاسو باندې د دې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ و نو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه و اخرې انجام د فساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا د هغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 7

وَاِنْ كَانَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْكُمْ اٰمَنُوْا بِالَّذِیْۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَطَآىِٕفَةٌ لَّمْ یُؤْمِنُوْا فَاصْبِرُوْا حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ بَیْنَنَا ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟

او كه وي یوه ډله ستاسو نه چې ایمان یې راوړی وي په هغه څه چې ما پرې راتګ کړی زما د رب له طرفه، او یوه بله ډله چې په دې یې ایمان نه وي راوړی نو انتظار وکړئ -ای دروغجن ګڼوونکو- چې څه فیصله کوي الله تعالی ستاسو ترمنځ او خاص الله تعالی غوره د فیصله کوونکو څخه دی او ډیر د انصاف والا دی د هغه چا نه چې فیصله کوي. info
التفاسير:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• اللواط فاحشة تدلُّ على انتكاس الفطرة، وناسب أن يكون عقابهم من جنس عملهم فنكس الله عليهم قُراهم.
لواطت ډیره بده ګناه ده چې دلالت کوي په نسکوریدو (خرابیدو) د فطرت، او مناسب ده چې د دوی سزا دي د دوی د کار په شان وي نو الله تعالی په دوی باندې د دوی کلي نسکور کړل. info

• تقوم دعوة الأنبياء - ومنهم شعيب عليه السلام - على أصلين: تعظيم أمر الله: ويشمل الإقرار بالتوحيد وتصديق النبوة. والشفقة على خلق الله: ويشمل ترك البَخْس وترك الإفساد وكل أنواع الإيذاء.
د ټولو پیغمبرانو دعوت -او د دوی څخه شعیب علیه السلام هم دی- په دوو بنسټونو ولاړ و: د الله تعالی د حکم احترام کول او قدر کول: او په دې کې په توحید باندې اقرار او د پیغمبرۍ ریښتیا ګڼل شامل دي. او بل د الله تعالی په مخلوقاتو باندې شفقت او مهرباني ده: او دا شامل ده پریښودل د کمي کولو په تول کې او پریښودلو د فساد کولو ته او پریښودلو د هر قسم تکلیف رسولو. info

• الإفساد في الأرض بعد الإصلاح جُرْم اجتماعي في حق الإنسانية؛ لأن صلاح الأرض بالعقيدة والأخلاق فيه خير للجميع، وإفساد الأرض عدوان على الناس.
په ځمکه کې فساد کول وروسته د اصلاح د هغې نه د انسانیت په حق کې ټولنیز جرم دی؛ ځکه چې د ځمکې اصلاح کول په عقیده او اخلاقو باندې په دې کې د ټولو خیر دی، او د ځمکې ورانول په خلکو باندې تیری او ظلم دی. info

• من أعظم الذنوب وأكبرها وأشدها وأفحشها أخذُ ما لا يحقُّ أخذه شرعًا من الوظائف المالية بالقهر والجبر؛ فإنه غصب وظلم وعسف على الناس وإذاعة للمنكر وعمل به ودوام عليه وإقرار له.
د ټولو ګناهونو څخه لوی، سخت او ډیر بد اخیستل د هغه څه دي چې شرعا یې اخیستل نه وي جایز د مالي وظیفو نه په غلبه او زور سره؛ ځکه چې دا په زوره اخیستل دي او ظلم دی په خلکو باندې او خورول د منکر کار دي او په هغه باندې عمل کول دي او همیشوالی او اقرار دی په هغه باندې. info