Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi.

external-link copy
8 : 40

رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

پرېښتې وايي: اې زموږ پالونکيه! مؤمنان هغو تلپاتې جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره کړې ده چې ور ننباسې به يې، او له پلرونو، مېرمنو او اولادونو يې هغه خلک هم ورسره ننباسه چې نېک عمل يې کړی، له شک پرته ته داسې برلاسی يې چې هيڅوک نه شي درباندې برلاسی کېدلای، په خپل تقدير او تدبير کې دې حکيم يې. info
التفاسير:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• مَحَلُّ قبول التوبة الحياة الدنيا.
د توبې د قبلېدو ځای د دنيا ژوند دی. info

• نفع الموعظة خاص بالمنيبين إلى ربهم.
د نصيحت ګټه تر هغو خلکو پورې ځانګړې ده چې پالونکي ته په توبه کولو سره ورګرځېدونکي دي. info

• استقامة المؤمن لا تؤثر فيها مواقف الكفار الرافضة لدينه.
د مؤمن پر استقامت د هغو کافرانو موقفونه اغېز نه لري چې د هغه د دين ردوونکي دي. info

• خضوع الجبابرة والظلمة من الملوك لله يوم القيامة.
د قيامت په ورځ الله ته د جابرو او ظالمو پاچايانوغاړه اېښودل. info