Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi.

Səhifənin rəqəmi:close

external-link copy
39 : 29

وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ

قارون مو په خپل کور کې يې په ځمکه کې په ډوبولو تباه کړ کله يې چې پر موسی تېری وکړ، او فرعون او د هغه وزير هامان مو په درياب کې په ډوبولو تباه کړل،او بېشکه موسی هغوی ته له داسې څرګندو نښانو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، خو هغوی د مصر په ځمکه کې پر موسی له ايمان راوړلو څخه لويي وکړه؛ نو هغوی زموږ له عذابه خوندي نه شول چې له موږ دې پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 29

فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

له مخکې ياد شويو څخه مو هر يو په خپل تباه کوونکي عذاب ونيوی، پرځينو مو لکه د لوط قوم پرله پسې سختې ډبرې را ولېږلې، ځينې مو لکه د صالح او شعيب قومونه په سخته چېغه ونيول، ځينې مو لکه قارون له خپله کوره سره يې په ځمکه کې ډوب کړل او ځينو مو لکه د نوح قوم، فرعون او هامان په ډوبولو تباه کړل، او الله پرته له کومې ګناه په تباه کولو پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی پر خپلو ځانونو د ګناهونو په ترسره کولو سره ظلم کړی چې د عذاب وړ وګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 29

مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟

د هغو مشرکانو بېلګه چې له الله پرته نور بتان يې نيولي او په دې هيله يې عبادت کوي چې هغوی ته به ګټه ورسوي او يا به يې سپارښتنه وکړي داسې ده لکه د غڼې (تارکشې) چې داسې يو کور يې نيولی وي چې پر ځان له تيري څخه يې خوندي کړي او پرته له شکه چې تر ټولو کمزوری کور د غڼې (تارکشې) کور وي، چې هغه له ځانه د دښمن مخه نه شي نيولی، همدارنګه بتان چې دي نه ګټه رسولای شي، نه زيان او نه سپارښت کولای شي، که چېرې مشرکان پر دې پوهېدلای؛ نو له الله پرته بتان به يې نه وای نيولي چې عبادت یې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 29

اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 29

وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟

دغه بېلګې چې موږ يې خلکو ته بيانوو د دې لپاره دي چې هغوی بيداره کړي او حق ور وښيي او لارښوونه ورته وکړي او په مطلوب ډول يې يوازې د الله پر شريعت او حکم پوه خلک درک کولای شي.
info
التفاسير:

external-link copy
44 : 29

خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠

الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 29

اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟

ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لارښوونه کوي او د الله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي. info
التفاسير:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• أهمية ضرب المثل: (مثل العنكبوت) .
د بېلګې وړاندې کولو اهميت"دغڼې يا تارکشې بېلګه". info

• تعدد أنواع العذاب في الدنيا.
په دنيا کې د عذاب د ډولونو شمېر. info

• تَنَزُّه الله عن الظلم.
له ظلم څخه د الله پاکوالی. info

• التعلق بغير الله تعلق بأضعف الأسباب.
له الله پرته له نورو سره اړيکه ساتل ترټولو له کمزورو اسبابو سره اړيکه ساتل دي. info

• أهمية الصلاة في تقويم سلوك المؤمن.
د مؤمنانو د چلند په سمون کې د لمانځه اهميت. info