Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi.

فیل

Surənin məqsədlərindən:
بيان قدرة الله وبطشه بالكائدين لبيته المحرّم.
د الله د ځواک او د بيت الحرام لپاره د چل کوونکو د نيونې بيان info

external-link copy
1 : 105

اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِاَصْحٰبِ الْفِیْلِ ۟ؕ

اې رسوله! ايا خبر نه يې چې پالونکي دې پر ابرهه، د هغه پر ملګرو او د فيل پر څښتنانو څه وکړل کله چې هغوی د کعبې ورانول غوښتل. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 105

اَلَمْ یَجْعَلْ كَیْدَهُمْ فِیْ تَضْلِیْلٍ ۟ۙ

پرته له شکه الله د هغوی بد تدبير په لارورکۍ کې ونړولو، نو هغه څه يې ترلاسه نه کړل چې هيله يې لرله چې هغه له کعبې څخه د خلکو ايسارول وو، او له هغو يې هيڅ هم ترلاسه نه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 105

وَّاَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْرًا اَبَابِیْلَ ۟ۙ

او پر هغوی يې داسې مرغان ور ولېږل چې ډلې ډلې ورته راغلل. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 105

تَرْمِیْهِمْ بِحِجَارَةٍ مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ۙ

هغوی يې د ډبرينې خټې پر کاڼو وېشتل. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 105

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّاْكُوْلٍ ۟۠

نو الله هغوی داسې کړل لکه د هغه کښت پاڼې چې څارويو خوړلې وي او تر پښو لاندې يې کړې وي. info
التفاسير:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• خسران من لم يتصفوا بالإيمان وعمل الصالحات، والتواصي بالحق، والتواصي بالصبر.
د هغه چا زيان چې پر ايمان، نېک اعمالو، يوبل ته د حق په سپارښتنه او د صبر په سپارښتنه نه وي متصف. info

• تحريم الهَمْز واللَّمْز في الناس.
د غيبت او په خلکو پسې د بد ويلو نارواوالی. info

• دفاع الله عن بيته الحرام، وهذا من الأمن الذي قضاه الله له.
د الله له لوري د خپل (کور) بيت الحرام دفاع، او دا له هغه امن څخه دی چې الله یې پرېکړه کړې ده. info