আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
45 : 21

قُلْ اِنَّمَاۤ اُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْیِ ۖؗ— وَلَا یَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَآءَ اِذَا مَا یُنْذَرُوْنَ ۟

ووايه: خبره دا ده چې زه خو په وحى سره اخطار دركوم، او كاڼه چې وېرول كيږي نو بلنه نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 21

وَلَىِٕنْ مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

او كه ستا د رب له عذابه خو لږ تپ هغوى ته ور ورسېدو نو بيا به خامخا ووايي چې هاى زموږ بده بخته! رښتيا چې موږ ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 21

وَنَضَعُ الْمَوَازِیْنَ الْقِسْطَ لِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ اَتَیْنَا بِهَا ؕ— وَكَفٰی بِنَا حٰسِبِیْنَ ۟

او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو، نو بيا به په هيچا هېڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو، او پوره یو موږ حساب کوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 21

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ الْفُرْقَانَ وَضِیَآءً وَّذِكْرًا لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

او موسىٰ او هارون -علیهما السلام- ته مو فرقان (د حق او باطل بېلوونكى کتاب)، رڼايي او د متقيانو لپاره نصيحت وركړى و. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 21

الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَهُمْ مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُوْنَ ۟

هغوى چې په پټه له خپل رب نه وېريږي او له قيامته هم ډارېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 21

وَهٰذَا ذِكْرٌ مُّبٰرَكٌ اَنْزَلْنٰهُ ؕ— اَفَاَنْتُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟۠

او دغه بركتي ذكر (قرآن) موږ نازل كړى دى، نو آيا تاسو ترې منكر ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
51 : 21

وَلَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَ ۟ۚ

او ابراهيم -علیه السلام- ته مو لا مخكې ځيركتیا (لارښوونه) وركړى وه او موږ ښه ورباندې پوه وو. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 21

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا هٰذِهِ التَّمَاثِیْلُ الَّتِیْۤ اَنْتُمْ لَهَا عٰكِفُوْنَ ۟

كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا بتان څه دي چې تاسو يې عبادت ته ټينـګ ولاړ ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 21

قَالُوْا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا لَهَا عٰبِدِیْنَ ۟

هغوى وويل: موږ خپل پلرونه د دغو په لمانځنه موندلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 21

قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

(ابراهيم -علیه السلام-) وويل: په حقيقت كې تاسو او پلرونه مو (ټول) په څرګند بې لارې توب كې ياست. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 21

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ اَمْ اَنْتَ مِنَ اللّٰعِبِیْنَ ۟

دوی وویل: آیا تا مونږ ته حق (خبره) راوړې او که ته له لوبو کوونکو څخه یې؟ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 21

قَالَ بَلْ رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الَّذِیْ فَطَرَهُنَّ ۖؗ— وَاَنَا عَلٰی ذٰلِكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

وویل (ابراهیم -علیه السلام-): ستاسو رب خو هماغه د آسمانونو او زمكې رب دى چې پيدا كړي یې دي، او زه په دې خبره شاهدي ويونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 21

وَتَاللّٰهِ لَاَكِیْدَنَّ اَصْنَامَكُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

او په الله قسم چې ستاسو بتانو ته به څه تدبیر جوړوم، له هغه وروسته چې په څټ (چېرته) ولاړ شئ. info
التفاسير: