আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
36 : 21

وَاِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ ۚ— وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟

او كله چې دا كافران دې وويني نو په تا پورې ملنډې وهي، وايي دا هماغه دى چې ستاسو معبودان (په بدۍ سره) يادوي؟ او حال دا چې (خپله) د رحمان په يادولو هم كافر دي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 21

خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ ؕ— سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

انسان پيدا دى له تلوار (بې صبرۍ) څخه، خو زه به خپلې نښانې زر دروښيم، نو تلوار مه كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 21

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او دوى وايي: دا وعده به كله وي؟ كه تاسو رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 21

لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟

كاشكې دغو كافرانو ته معلومه وى، هغه وخت چې نه به له خپلو مخونو اور ايسارولى شي، نه له شاګانو خپلو، او نه به څه مرسته ورسره كېداى شي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 21

بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

بلكې ناڅاپي به ورته راشي او حيران به يې كړي نو نه به يې ايسارولى شي او نه به څه مهلت وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 21

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

او له تا مخكې هم په رسولانو ملنډې وهل شوې دي، خو چا چې په هغوى ملنډې وهلې وې، هغه څه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې دوى به پرې ملنډې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 21

قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ ؕ— بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

ورته ووايه څوک مو د شپې او د ورځې له رحمن څخه ژغورلى شي، خو هغوى د خپل رب له ياده مخ ګرځوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 21

اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا ؕ— لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ ۟

يا دوى لره له موږه پرته څه نور معبودان شته چې ساتي يې، هغوي خو نه د ځان مرسته كولاى شي او نه له موږه ژغورل كېداى شي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 21

بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ؕ— اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

خو خبره دا ده چې موږ دوى او پلرونو ته يې دومره د ژوند وسايل وركړل چې زمانه پرې اوږده شوه، آيا دوى نه ويني چې موږ له هرې خوا زمكه راكموو؟ نو آيا دوى برلاسي كېدونكي دي؟ info
التفاسير: