আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
102 : 21

لَا یَسْمَعُوْنَ حَسِیْسَهَا ۚ— وَهُمْ فِیْ مَا اشْتَهَتْ اَنْفُسُهُمْ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

دوى به يې كشار هم نه اوري، او په هغو شيانو كې به تل تر تله اوسېدونكي وي چې زړونه يې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 21

لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَكْبَرُ وَتَتَلَقّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— هٰذَا یَوْمُكُمُ الَّذِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

ها د سترې وارخطايي وخت به يې هم نه غمجن كوي او ملايكان به ورسره مخامخ كيږي (وايي به) دا ستاسو هماغه ورځ ده چې وعده يې درسره كېدله. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 21

یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ كَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ؕ— كَمَا بَدَاْنَاۤ اَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِیْدُهٗ ؕ— وَعْدًا عَلَیْنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

هغه ورځ چې موږ آسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 21

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصّٰلِحُوْنَ ۟

او موږ له ذکر (لوح محفوظ) نه وروسته په زبور كې ليكلي و چې دا زمكه به زموږ نېکان بندګان په ميراث وړي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 21

اِنَّ فِیْ هٰذَا لَبَلٰغًا لِّقَوْمٍ عٰبِدِیْنَ ۟ؕ

يقيناً په دې كې د عبادت كوونكو خلكو لپاره پوره خبرتيا ده. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 21

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 21

قُلْ اِنَّمَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

ورته ووايه: بې شکه ماته وحي كېږي چې ستاسو معبود یوازې هماغه يو معبود دى، نو آيا تاسو غاړه اېښودونكي ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
109 : 21

فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ اٰذَنْتُكُمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— وَاِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ اَمْ بَعِیْدٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ ۟

نو كه مخ يې وګرځولو، بيا ورته ووايه چې ما خو ټول يو برابر خبر كړئ، او زه نه پوهېږم، د كوم شي چې تاسو سره وعده كيږي هغه نږدې دى كه لرې. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 21

اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَیَعْلَمُ مَا تَكْتُمُوْنَ ۟

هغه (الله) په جهر خبره هم پوهيږي او په هغه هم چې تاسو يې پټوئ. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 21

وَاِنْ اَدْرِیْ لَعَلَّهٗ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟

او زه نه پوهېږم ښايي دا (ځنډېدل) ستاسو لپاره ازميښت او تر يوى نېټې پورې د ګټې اخيستلو يوه موقع وي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 21

قٰلَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— وَرَبُّنَا الرَّحْمٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟۠

(رسول) وويل: زما ربه! په حقه فيصله وكړه! او زموږ رب ډېر مهربان دی، او مرسته ترې غوښتی شي، په هغو خبرو كې چې تاسو يې بيانوئ. info
التفاسير: