আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
76 : 17

وَاِنْ كَادُوْا لَیَسْتَفِزُّوْنَكَ مِنَ الْاَرْضِ لِیُخْرِجُوْكَ مِنْهَا وَاِذًا لَّا یَلْبَثُوْنَ خِلٰفَكَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

او بى شكه نږدې و چې دوى دې له دغې زمكې (سيمې) وښویوي څو ترې دې وباسي، خو بيا به خپله دوى هم له تا وروسته ونه ځنډيږى، مګر ډېر لږ. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 17

سُنَّةَ مَنْ قَدْ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُّسُلِنَا وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِیْلًا ۟۠

دا زموږ کړنلاره ده د هغو رسولانو په هكله چې له تا مخكې مو لېږلي وو او زموږ د کړنلارې څه بدلون به نه مومې. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 17

اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِدُلُوْكِ الشَّمْسِ اِلٰی غَسَقِ الَّیْلِ وَقُرْاٰنَ الْفَجْرِ ؕ— اِنَّ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوْدًا ۟

لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې ترږمۍ پورې او د سهار قرائت هم كوه، بې شكه د سهار د قرائت شاهدي ويل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 17

وَمِنَ الَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهٖ نَافِلَةً لَّكَ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا ۟

او د شپې تهجد كوه چې ستا لپاره نفل دي، ښايي چې رب دې يو ستايلي مقام ته ولېږي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 17

وَقُلْ رَّبِّ اَدْخِلْنِیْ مُدْخَلَ صِدْقٍ وَّاَخْرِجْنِیْ مُخْرَجَ صِدْقٍ وَّاجْعَلْ لِّیْ مِنْ لَّدُنْكَ سُلْطٰنًا نَّصِیْرًا ۟

او ووايه چې ای زما ربه! هر چېرته مې چې ننباسې نو له رښتينولۍ سره مې ننباسه او چې له هره ځايه مې باسې نو له رښتينولۍ سره مې وباسه او له خپل لوري ماته يو قوت مرستندوى وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 17

وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ؕ— اِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوْقًا ۟

او وايه چې حق راغى او باطل له منځه ولاړ، يقيناً باطل له منځه تلونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 17

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۙ— وَلَا یَزِیْدُ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا خَسَارًا ۟

او موږ د دې قرآن په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 17

وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ یَـُٔوْسًا ۟

او كله چې په انسان پېرزوينه كوو نو مخ ګرځوي او لرې شي، او چې كله بدي ورته ورسېږې نو بيا ناهيلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 17

قُلْ كُلٌّ یَّعْمَلُ عَلٰی شَاكِلَتِهٖ ؕ— فَرَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ اَهْدٰی سَبِیْلًا ۟۠

ورته ووايه چې هر څوک په خپله كړنلاره عمل كوي، نو (يوازې) رب مو ښه پوه دى چې څوک پر سمه لار دى. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 17

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحِ ؕ— قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

او هغوى د روح په هكله له تا پوښتنه كوي، ورته وايه: روح خو زما د رب له امر (له علم يا پيدايښته) ده او تاسو ته له پوهنې څه نه دې دركړل شوي مګر ډېر لږ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 17

وَلَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًا ۟ۙ

او كه موږ وغواړو هغه څه به درنه يوسو چې تاته مو وحى كړي بيا به زموږ پر خلاف كوم وكيل (ملاتړ) په دې هكله ونه مومې. info
التفاسير: