আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
50 : 17

قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ

ورته ووايه: (ځئ) كاڼي يا اوسپنې شئ. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 17

اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟

او يا كوم بل داسې مخلوق چې ستاسو په سینو (زړونو) كې ډېر لوى (كلك) ښكاري، نو بيا به هم دوى وايي: څوک مو بېرته راولي؟ ورته وايه هماغه ذات چې په لومړي ځل يې پيدا كړي یاست، بيا به نو سرونه درته خوځوي وايي به دا به نو كله وي؟ ورته وايه: ښايي هغه نږدې وي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 17

یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠

كومه ورځ چې تاسو راوبلي نو تاسو به يې له ستاينې سره بلنه ومنئ او ګومان به كوئ چې له څه كم وخته پرته نه یاست ځنډېدلي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 17

وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟

او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 17

رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟

ستاسو رب ډېر ښه درباندې پوه دى، كه خوښه يې شي رحم به درباندې وكړي يا يې كه وغوښتل په عذاب به مو كړي او ته مو پر دوى څارونكى نه يې ټاكلى. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 17

وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟

او ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې په آسمانو او زمكه كې دي، او موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو غټه مرتبه وركړې ده او موږ داود ته زبور وركړى ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 17

قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟

ورته ووايه: هغه معبودان مو راوبلئ چې تاسي يې له هغه (الله) پرته (خپل چارواكي) ګڼئ، نو نه خو د ضرر لرې کولو څه توان لري او نه د راګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 17

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟

دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ډېر ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، يقيناً ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 17

وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟

او داسې كوم كلى به نه وى چې موږ يې له قيامت ورځې نه مخكې تباه كوونكي يا سخت عذاب وركوونكي نه يو، دا په (الهي) كتاب كې ليكل شوي دى. info
التفاسير: