আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
28 : 17

وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟

او كه تا له هغو نه څنګ كولو د خپل رب د رحمت د لټون په هيله، نو بيا هغوى ته پسته نرمه خبره وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 17

وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟

او خپل لاس دې مه تر غاړې تړلى نيسه او مه يې داسې بشپړ پرانيستى چې بيا پړ او پښېمانه كېنې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 17

اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠

بې شكه ستا رب چاته چې وغواړي روزى پراخوي او (يا يې) تنګوي، هغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 17

وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟

او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 17

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟

او زنا ته مه نږدې كېږئ هغه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 17

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟

او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه، او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شو نو یقیناً موږ يې وارث ته (د بدل اخيستلو) ځواک وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بې شكه هغه سره مرسته شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 17

وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟

او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ مګر په هغه توګه چې ډېره ښه وي، تر هغو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږي او په ژمنه وفا كوئ، د ژمنې په هكله يقيناً پوښتنه كېدونكې ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 17

وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟

او چې پيمانه كوئ نو پوره يې وركوئ او په سمه تله تول كوئ، دا ښه او په انجام كې ډېره غوره (طريقه) ده. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 17

وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟

او په هغه څه پسې مه كېږه چې تاته يې پوهه نه وي، غوږ، سترګې او زړه دا ټول پوښتېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 17

وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟

او د لويي په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي غرونو ته رسېدلى شې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 17

كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟

د دې ټولو چارو بدي ستا د رب په وړاندې ناخوښه ده. info
التفاسير: