ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز

رقم الصفحة:close

external-link copy
59 : 40

اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ؗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

له شکه نتلې پخه خبره ده چې قیامت هرو، مرو راتلونکی دی خو ډیر خلک يې نه مني. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 40

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُوْنِیْۤ اَسْتَجِبْ لَكُمْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِیْ سَیَدْخُلُوْنَ جَهَنَّمَ دٰخِرِیْنَ ۟۠

او ستاسې رب فرمايې: ما وبلئ زه به مو غوښتنې ومنم او هر څوک چې زما له عبادت نه لويې کوي ډیر ژر به خوار او سپک دوزخ ته ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

الله هغه ذات دی چې شپه يي ستاسې د ارام او سکون لپاره ګرځوله او ورځ يې رڼا روښانه کړه، بې له شکه چې الله پر خلکو ډیر مهربان دی خو ډیر خلک ناشکري کوي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 40

ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

همدغه الله ستاسې رب دی د هر څه بیدا کوونکی دی پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته نو داسې چیرې اړول کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 40

كَذٰلِكَ یُؤْفَكُ الَّذِیْنَ كَانُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟

په همدې توګه هغه کسان اړول شوي دي چې د الله له ایتونو څخه يې انکار کاو. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 40

اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً وَّصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۖۚ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسې ارام ځای ګرځولی او اسمان يي چت، او دیر ښه شکلونه يي درکړي او د پاکو څیزونو روزي يې درکړه نو همدغه الله ستاسې رب دی. د بې شمیرو برکتونو څښتن دی. هغه الله چې د ټول عالم رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 40

هُوَ الْحَیُّ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

ژودی دی، پرته له هغه بل هیڅ خدای نشته نو په داسې توګه يې راوبلئ چې خپل دین یوازې هغه ته سوچه کړئ. ټولې ستاینې د الله دي چې رب د ټول عالم دی. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 40

قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَمَّا جَآءَنِیَ الْبَیِّنٰتُ مِنْ رَّبِّیْ ؗ— وَاُمِرْتُ اَنْ اُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

ای پیغمبره! هغوی ته ووایه چې زه له دې منع کړای شوی یم چې د هغه څه عبادت وکړم چې تاسې يي پرته له الله څخه عبادت کوئ. او زه به څرنګه د هغوی عبادت کوم په داسې حال کې چې ماته د خپل رب له لورې څرګند دلایل راغلي دي؟ او راته امر شوی دی چې د ټول عالم رب ته په بشپړ ډول غاړه کیږدم. info
التفاسير: