دوی هغه کسان دي چې د الله په ایتونو کې پرته له دې چې کو علمي دلایل ورته راغلي وي مجادلي او جګړي کوي. هو! دا د الله او مؤمنانو په وړاندې خورا لویه دښمني ده او په همدې توګه الله پاک د هر کبر کوونکي او بې رحمه تیري کوونکي په زړه مهر لګوي.
د اسمانونو تر لارې تر څو د موسی خدای له لرې ووینم، او زه باور لرم چې هغه درواغجن دی. او په دې توګه د فرعون بدعملونه هغه ته ښایسته او له روغې لارې نه منع کړای شو. او د فرعون ټولو دسیسو پرته له هلاکت نه بل هیڅ ترلاسه نه کړای شول.
څوک چې بدي وکړي په همغومره انډول بدله به ورکړای شي چې بدي يي کړي وي او څوک چې ښه وکړي نروي او که ښځه خو چې ایمان ورسره وي نو جنت ته به داخل شي او هلته به بې حسابه روزي ورکړای شي.