او هغه کسان هم نه خوښوي چې خپل مالونه د خلکو د ښودانې لپاره مصرفوي په الله او داخرت په ورخ ایمان نه لري او د چا چې شیطان ملګری شو نو هغه ډیر بد ملګری دی.
دې خلکو به څه زیان کړی ؤ که په الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړی او د الله ورکړی مال یې د هغه د ښوونې په رڼا کې مصرف کړی وای؟ او الله پر هغوی ښه پوه دی.
ای مؤمنانو! په نشه کې لمانځه ته مه وړاندی کیږئ تر څو په هغه څه پوه شئ چې تاسې يې وایې او نه په جنابت کې تر څو چې غسل وکړئ خو که تاسې مسافر واست ( بې له غسله په تیمم هم لمونځ کولای شئ) او که تاسې ناروغه واست یا پر سفر او یا کوم یو له قضاء حاجت نه راشئ یا له ښځو سره جماع وکړئ او اوبه مو مینده نه کړې نو پاکې خاورې ته وړاندې شئ، مخونه او لاسونه مو پرې مسحه کړئ بې شکه چې الله پاک عفوه کوونکی او بښونکی دی.