منافقان هغه دي چې ستاسي حلاتو ته ګوري که د الله له لورې مو بری په برخه وو نو درته وايي: ایا مونږ له تاسې سره نه وو؟ او که د کافرانو په برخه څه کامیابي وه نو ورته وایې : ایا مونږ پر تاسې برلاسي شوي نه وو؟ او له مسلمانانو څخه مو ونه ژغورلئ؟ الله پاک د قیامت په ورځ ستاسې په مینځ کې پریکړه کوي او الله پاک به هر ګز کافرانو ته پر مؤمنانو بشپړه لار ور نه کړي.
د اسلام او کفر په مینځ کې زړه نازړه دي نه په بشپړه توګه مسلمانانو په لور دي او نه د کافرانو په لور الله چې څوک بې لارې کړ نو ته ورته هر کز لار نشي میندلی.
مګر هغه به له اور څخه خلاص وي چې توبه وکړي ځانونه روغ مسلمانان کړي د الله په ښوونه پوره منګولې ولګوي او خپل دین الله پاک ته سوچه او خالص کړي نو دا خلک له مومنانو سره دی او الله پاک به ډیر ژر مومنانو ته لوی اجر ورکړي.