کافران( او د کفر په لور بلونکي) هغه شپونکي ته ورته دي چې: هغه نه اوریدونکي څاروي رابلي چې پرته له ها، ها او غږ څخه نور په هیڅ نه پوهیږي، دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
بې له شکه چې مرداره، خوټیدونکي وینه ، د خنزیر غوښه او هغه څه چې د حلالې په وخت پرې پرته له الله د بل چا نوم اخیستل شوی وي الله پاک پر تاسې حرام کړي دي خو که څوک یې خوراک ته اړ شي او له اړتیا څخه وړاندې او هم یې د اړتیا له اندازې څخه زیات ونه خوري نو هیڅ ګناه پرې نشته، ځکه چې الله ډیر بښونکی او مهربان دی.
دا پخه خبره ده چې هغه خلک چې د الله له لورې نازل شوي کتاب پټوي او په بدله کې یی ډیره لږه ګټه تر لاسه کوي خپلو ګیډو ته له اور څخه پرته بل څه نه ورښکته کوي د قیامت په ورځ به نه الله ورسره د مهربانۍ خبرې وکړي او نه به یې پاک کړي بلکې دردناک عذاب یې په برخه دی.