او په همدې توګه مونږ تاسې یو غوره امت ګرځولي یاست تر څو تاسې پر ګرد بشریت شاهدان واست، او پیغمبر پر تاسې شاهد وي، پخوانۍ قبله مو یوازې ددې لپاره درته غوره کړې وه چې هغه خلک په ډاګ کړو چې د رسول اطاعت کوي له هغو څخه چې په شا اوړي، هو! دا خورا دروند کار ؤ خو هغو ته دروند نه و چې الله ورته لیار ښولې وه باید پوه شئ چې الله ستاسې ایمان نه ضایع کوي ځکه الله پر خلکو خورا ډير مهربان او لوروونکی دی.
که اهل کتابو ته هره نښه ( او دلیل) وړاندې کړې ستا قبله نه مني او نه ته د هغوی قبله منې او هغوی په خپلو مینځونو کې هم په یوه قبله نه دي راټول شوي نو که سره له دې چې تاته پوره معلومات درکړ شوي دي بیا هم د هغوی هیلو ته سر ټیټ کړې نو بې له شکه به ته د ظالمانو له ډلې څخه یې.