صالح وویل: ای زما قومه په دې مې پوه کړئ چې که زه د خپل رب له لورې په سپینه او روښانه لار وم او له خپلې خوا یې پر ما لورینه هم کړې وي نو بیا هم زه له هغه نه سرغړونه وکړم ایا شته څوک چې ما له الله نه وژغوري؟ تاسې پرته له دې چې ما نور هم په زیان کې وغورځوئ بل هیڅ ګټه مو ما ته نه را رسوئ.
نو چې زمونږ حکم راغی صالح او د هغه مومن ملګري مو په خپل رحمت سره خلاص او د هغې ورځې له رسوايې نه وژغورل. بې شکه چې ستا رب ډیر قوي او پر هر څه بر لاسی دی.